د علومو اکاډمي پلاوي د بهرنيو چارو وزارت د کلتوري او بهرنيو اړيکو له رئيس سره وليدل

Ezatullah_admin
Tue, Jun 20 2023 3:09 PM
د علومو اکاډمي پلاوي د بهرنيو چارو وزارت د کلتوري او بهرنيو اړيکو له رئيس سره وليدل

نېټه: ۱۴۰۲/۳/۲۹ هـ.ل

روانه اونۍ د دوشنبې ورځ د علومو اکاډمي د کلتوري او بهرنيو اړيکو رئيس ښاغلي مولوي محب الله عصمت په مشرۍ يوه پلاوي د بهرنيو چارو وزارت د کلتوري او بهرنيو اړيکو له رئيس ښاغلي سعدالله بلوڅ سره وليدل.

په دې ليدنه کې چې د علومو اکاډمي له لوري د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز يو شمېر غړو ګډون درلود، د دواړو ادارو ترمنځ د ګډو علمي، کلتوري او څېړنيزو اړيکو پر پراختيا او همغږۍ بحث وشو. د يادونې وړ ده چې دواړو لوريو په علمي ډګر کې يو بل ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او ښاغلي بلوڅ د علومو اکاډمۍ له ورغلي پلاوي څخه مننه وکړه چې د دولتي ادارو ترمنځ يې د اړيکو ټينګولو او همغږۍ لپاره ګام پورته کړ.

Latest news

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sat, Dec 06 2025 11:51 AM

BACK TO NEWS