د علومو اکاډمي يو شمېر علمي غړي وستايل شول

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۱۲:۵۷
د علومو اکاډمي يو شمېر علمي غړي وستايل شول

۱۷ جوزا، ۱۴۰۰

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي رهبري، هغو علمي غړو ته چې د کمال خان بند د پرانيستې او هم د دې بند د حياتي ارزښت په نوم سيمينار ترسره کېدو په پار يې د قدر وړ چارې ترسره کړي، د تقديرنامو په ورکولو سره وستايل.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب د کمال خان بند په اړه د علومو اکاډمي د استادانو د علمي او څېړنيزو کارونو ستاينه او قدرونه وکړه.

ده زياته کړه، د کمال خان بند په اړه چې د جمهوري رياست له خوا کومې دندې علومو اکاډمي ته سپارل شوې وې، د اکاډمي د رهبرۍ او علمي غړو له خوا په ښه توګه ترسره شوې.

د هغه په وينا، علومو اکاډمي وتوانېده چې د کمال خان بند د پرانيستې په مناسبت په ډېر کم وخت کې د افغانستان د اوبو په اړه دوه مهم کتابونه (سرگذشت سیستان و رود هیرمند) او (مسأله آب هلمند و مناقشات ناشی از آن با ایران) چاپ او خپاره کړي.

ورپسې د علومو اکاډمي د رئيس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکيب، د طبيعي- تخنيکي علومو د برخې مرستيال څېړنپوه رحمت ګل احمدي او د اکاډمي د اداري او مالي مرستيال څېړندوی محمد حامد مصلح له خوا علمي غړو ته تقديرنامې ورکړل شوې.

د غونډې په پای کې د اکاډمي د علمي او څېړنيزو چارو د لا ښه والي په خاطر څو تنو استادانو خپل نظريات او وړانديزونه شريک کړل.

د یادولو ده چې د افغانستان د علومو اکاډمي د طبيعي- تخنيکي علومو د معاونيت له خوا د کمال خان بند د پرانيستې په مناسبت «د کمال خان بند د حياتي ارزښت ارزونه» په نوم علمي- څېړنيز سيمينار د ۱۳۹۹هـ. ش کال د کب مياشتې په ۲۵مه نېټه ترسره کړی و.

#کمال_خان

#مدیریت_آب

#داوبومدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د طبیعت مجلې ۷۶ ګڼه چاپ شوه!

طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي–تخنیکي علومو د معاونیت یوازینۍ علمي–څېړنیزه مجله ده، چې د ۱۳۶۸ هـ.ش. کال راهیسې یې خپرونې پیل کړې دي. دغه مجله په منظم ډول هر درې میاشتې یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

په ښوونیز نظام کې د ارزونې اغېزې او ننګونې

«د علمي څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي، بشري علومو معاونیت اړوند د ارواپوهنې او تربیتي علومو انسټیټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی ثناءالله صالحي خپل علمي – څېړنیز کنفرانس « په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۱:۵۶
Background image

په هند کې د لودیانو د عروج او زوال عوامل

«علمي- څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د پښتو څېړنو نړیوال مرکز علمي غړي څېړنوال ډاکټر عبدالرحمان حبیب زوی د ۱۴۰۴ کال د دلوې په شپږمه نېټه (په هند کې د. . .

BACK TO NEWS