کنفرانسونه
په سيمه او افغانستان د ايران او اسرائيلو د جګړې اغېزې تر نوم لاندې کنفرانس وړاندې شو
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز، د منځني ختيځ د مطالعاتو انسټيټوټ علمي غړي څېړندوی عاشق الله اخلاص يار د څېړنوال علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه خپل دوهم مکلفيتي علمي- څېړنيز کنفرانس د پوهانو او د ياد مرکز د څېړونکو په حضور کې وړاندې کړ
د ګوَري ژبې مورفولوژي
نن دوشنبه د ۱۴۰۴ل.کال د زمري (اسد) میاشتې پر ۶مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د ورونو قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی شریف الله سانېن د څېړنوال (Associate Professor) علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه له خپلې علمي- څېړنیزې پروژې" د ګوَري ژبې مورفولوژي" څخه د علومو اکاډمۍ د علامه احمد علي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې د پوهانو او څېړونکو په حضور کې دفاع وکړه.
د ادبي تذکره لیکنې اصول، لارې چارې او د ځينو ادبي تذکرو ارزونه
د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړندوی مطیع الله ساحل «د ادبي تذکره لیکنې اصول، لارې چارې او د ځينو ادبي تذکرو ارزونه» تر سرليک لاندې علمي – څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ.
په افغانستان کې د مصنوعي ځيرکتیا د استعمال پر وړاندې حقوقي ننګونې
د افغانستان د علومو اکاډمۍ اړوند د بشري علومو معاونیت د ټولنیزو علومو مرکز په اډانه کې د حقوقو او سیاسي علومو انسټیټیوټ د علمي غړي ښاغلي څېړندوی عبدالقهار عزیزي له لوري « په افغانستان کې د مصنوعي ځيرکتیا د استعمال پر وړاندې حقوقي ننګونې» تر سرلیک لاندې د پیلنۍ (شنبې) په ورځ، ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۷ هـ.ق نېټه، چې د ۲۱/ ۴/ ۱۴۰۴ ل نېټې سره سمون خوري؛ علمي څېړنیز کنفرانس وړاندې شو.
د څېړنپوه علي محمد منګل د (جلات خان – شمایله) فولکلوري اثر لهجوي څېړنه
د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړندوی لطف الله صابر «د څېړنپوه علي محمد منګل د جلات خان – شمایله فولکلوري اثر لهجوي څېړنه» تر سرليک لاندې علمي – څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ.
د میرزا خان انصاري دیوان د وروستیو دوو تحقیقي متونو کرهکتنه او پرتلنه
د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیتوټ علمي غړي څېړندوی احسان الحق کبیر «د میرزا خان انصاري دیوان د وروستیو دوو تحقیقي متونو کرهکتنه او پرتلنه» تر سرليک لاندې علمي – څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ.
