د پښتنې مور پيغام- شننه او ارزونه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۱:۲۷
څېړنوال دوکتور نورالحبيب نثار

(علمي- څېړنيز کنفرانس)
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بين المللي مرکز علمي غړي څېړنوال دوکتور نورالحبيب نثار «د پښتنې مور پيغام- شننه او ارزونه» تر سرليک لاندې د بشري علومو د معاونيت په مقام کې علمي- څېړنيز کنفرانس ورکړ.
«د پښتنې مور پيغام» د پوهاند دوکتور سيد بهاؤالدين مجروح يو مختصر مګر جامع حماسي اثر دی چې افغان اطلاعاتي مرکز د ۱۹۸۲م کال د مارچ پر ۲۱مه نېټه له افغانستان سره د بين المللي پيوستون د ورځې په مناسبت په پېښور کې خپور کړی. دوکتور نثار د دغه اثر په باره کې وويل چې دغه پيغام يو خيالي ليک دی او يوې پښتنې مور خپل مجاهد زوی ته، چې د شورويانو پر وړاندې د جهاد په سنګر کې دی، لېږلی. مور په دغه پيغام کې خپل زوی ته هغه ژور بدلونونه وار له مخه تشريح او تحليلوي چې د افغانستان په ټولنه کې راغلي، مګر موږ ورته ډېر وروسته متوجه کېږو. د پيغام ډېر مهم اړخ دا دی چې د افغان ملت د سپېڅلي مجاهدې او مبارزې دفاع په کې شوې، خو اخطارونه هم په کې شته. د بهرنيو مداخلو او د دوی د ځريو په باره کې هم زوی ته معلومات ورکوي چې يو ډول وړاندوينه ده. زوی ته يې سپارښتنه دا ده چې خپله مبارزه او مج.اهده به شعوري کوي. جذباتي پرېکړې به نه کوي. ښاغلي نثار د دغه پيغام پر نوعیت او ژانر مفصل بحث وکړ او د ټولنيزو مطالعاتو له نظره يې هم ډېر مهم اثر وګاڼه.
کنفرانس پر دې مسائلو متمرکز و چې د پښتنې مور پيغام څه ډول اثر دی؟ د خپراوي موجبات او محرکات څه وو؟ شکل، محتوا او اسلوب يې څه دی؟ تر ټولو متفاوته ځانګړنه يې څه ده؟ د ټولنيزو بدلونونو کوم اړخونه په کې منعکس شوي؟ د پښتو حماسه ليکنې او پنځونې په بهير کې يې دريځ څه دی؟ د کيسې د اتلانو فردي محلي احساس په کې څنګه په يوه بشپړ ملي احساس بدلېږي؟....
دوکتور نثار دغه اثر یوه سوچه حماسه وبلله، ويې ويل چې د حماسې عامې او خاصې دواړه ځانګړنې په کې شته او د کيسې اتلان يې هېڅ ډول شخصي غرض او غوښتنه نه لري- مقصد او مرام يې اسلامي، ملي او ټولنيز دی.
دوکتور نثار د کنفرانس په وروستۍ برخه کې اړوندو مراجعو ته پر مشخصو وړانديزونو سربېره، د پوهانو او څېړونکو پوښتنو ته ځوابونه وويل؛ د ارزونې کمیسیون دغه کنفرانس د رأيو په اتفاق مثبت او مفيد وارزاوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د طبیعت مجلې ۷۶ ګڼه چاپ شوه!

طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي–تخنیکي علومو د معاونیت یوازینۍ علمي–څېړنیزه مجله ده، چې د ۱۳۶۸ هـ.ش. کال راهیسې یې خپرونې پیل کړې دي. دغه مجله په منظم ډول هر درې میاشتې یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

په ښوونیز نظام کې د ارزونې اغېزې او ننګونې

«د علمي څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي، بشري علومو معاونیت اړوند د ارواپوهنې او تربیتي علومو انسټیټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی ثناءالله صالحي خپل علمي – څېړنیز کنفرانس « په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۱:۵۶
Background image

په هند کې د لودیانو د عروج او زوال عوامل

«علمي- څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د پښتو څېړنو نړیوال مرکز علمي غړي څېړنوال ډاکټر عبدالرحمان حبیب زوی د ۱۴۰۴ کال د دلوې په شپږمه نېټه (په هند کې د. . .

BACK TO NEWS