د طبیعت مجلې نوې ګڼه چاپ شوه
د طبیعت علمي – څیړنیزې مجلې 1368 هـ.ش. (1989 م) کال کې د افغانستان د علومو اکاډمي تر چتر لاندې په کار پېل کړی دی، چې په پښتو او دري ژبو علمي ـ څیړنیزې مقالې مني. د دغې مجلې د چاپ او نشر چارې په درېیو دورو کې په مخ وړل شوې دي. لومړۍ دوره یې 1368 هـ.ش. کال کې پیل شوې، دویمه دوره یې په 1374 هـ.ش. کال کې او درېیمه یا اوسنۍ دوره په 1382 هـ.ش. کال کې پیل او تراوسه پوره ادامه لري، چې له همدې کال راهیسې په منظم ډول علمي ـ څېړنیزې مقالې هر کال په ربعوار ډول څلور ځله خپروي.
طبیعت علمي ـ څېړنیزې مجله د P-ISSN:3135-6133 او e-ISSN:3135-6141 شمېرې په درلودلو سره د ISSN سره ثبت ده او په کې خپرېدونکې مقالې د کیمیا، زراعت، بیولوژي، طب، فارمسي، جیولوجي، جیوفزیک، جغرافیه، هایډرومیتیورولوژي، ریاضي، فزیک، انرژي، انجنیري، معلوماتي ټکنالوژي ترڅنګ د طبیعي – تخنیکي علومو زیاتې برخې په بر کې نیسي. اوس يې د 1405 هـ. ش. کال د دویمې ربعې 79 ګڼه يې چاپ او نشر شوې، چې لاندې علمي ـ څېړنیز موضوعات په ځان کې رانغاړي:
- بررسی و منطقه بندی کیفی آبهای زیرزمینی شهر کابل با کاربرد روش هدایت الکتریکی و الگوریتم اوسط گیری وزنی معکوس.
لیکوال: معاون سرمحقق دکتور احمد امید افضلی
- تعیین ساحات مناسب برای توسعۀ جنگلات جلغوزه در افغانستان.
لیکوال: سر محقق محمد یاسین فرهمند
- تحلیل مناقشه آب دری ای کابل میان افغانستان و پاکستان بر پایه نظریه بازی ها.
لیکوال: معاون سرمحقق نصرالله فلک
- ارزیابی انتشار سیگنال ها با امواج رادیویی.
لیکوال: سر محقق محمد اکـرم شهیم
- بررسی کشت و پرورش نبات سارگم و اهمیت اقتصادی آن در افغانستان.
لیکوال: معاون سرمحقق محمد طاهر رسولی
- تحلیل تغییرات پوشش نباتی ولایت هلمند طی سال های (2000–2025) م.
لیکوال: محقق عبدالروف قادری
- د نباتي آفتونو په کنټرول کې د نانو آفت وژونکو رول.
لیکوال: څېړنیار عبدالقدیر بصیرزی
- بررسی عوامل سببی تریسموس.
لیکوال: معاون محقق داکتر حجت الله موحد
یاده ګڼه په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلی او ډاونلوډ کولاې شئ....
مینوال کولای شي، چې د دغې ګڼې چاپي نسخه د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو محترم ریاست له کتاب پلورنځي څخه ترلاسه کړي.
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۷۳۷۰۹۶۰
د افغانستان د علومو اکاډمي واټس اپ چینل له لاندې لینک څخه تعقیبولئ شئ....
https://whatsapp.com/channel/0029VbCQAO7DTkK4eJX7DB1L
