کنفرانسونه
په ښوونیز نظام کې د ارزونې اغېزې او ننګونې
«د علمي - څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي، بشري علومو معاونیت اړوند د ارواپوهنې او تربیتي علومو انسټیټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی ثناءالله صالحي خپل علمي – څېړنیز کنفرانس « په ښوونیز نظام کې د ارزونې اغېزې او ننګونې» تر سرلیک لاندې د علومو اکاډمي د څېړونکو، استادانو، پوهانو او د ارزونې کمیسون او ګډونوالو ته وړاندې کړ.
په هند کې د لودیانو د عروج او زوال عوامل
«علمي- څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د پښتو څېړنو نړیوال مرکز علمي غړي څېړنوال ډاکټر عبدالرحمان حبیب زوی د ۱۴۰۴ کال د دلوې په شپږمه نېټه (په هند کې د لودیانو د عروج او زوال عوامل) تر سرلیک لاندې علمي ـڅېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
بانکي ضمانت لیکونه او فقهي تکییف یې
نن دوهنۍ/دوشنبه د ۱۴۰۴ کال د سلواغې د میاشتې په شپږمه نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو د معاونیت په دفتر کې د اسلامي بانکوالۍ او معاصرو مسایلو څېړنیز مرکز علمي غړي او د تجارتي معاملاتو څېړنیز دیپارتمنت آمر مفتي محمد طاهر لاروي صافي د " بانکي ضمانت لیکونه او فقهي تکییف یې" تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس د استاذانو او څېړونکو په حضور کې وړاندې کړ.
د هند او پاکستان وروستی کړکېچ؛ پر سیمه او افغانستان یې اغېزې
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز علمي غړي معاون سرمحقق ضیاالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې (د هند او پاکستان وروستی کړکېچ؛ پر سیمه او افغانستان یې اغېزې) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس د علومو اکاډمۍ د علمي غړو په حضور کې وړاندې کړ.
د انتي بیوتیکونو مقاومت: یو نړیوال روغتیایي ګواښ
د وړاندې کولو نیټه: ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ د وړاندې کولو ځای: د افغانستان د علومو اکاډمي د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو د معاونیت د طبي علومو د مرکز علمي کادر غړي څېړنپوه ډاکټر میرویس حقمل (د انتي بیوتیکونو مقاومت: یو نړیوال روغتیایی ګواښ) تر عنوان لاندې علمي- څېړنیز کنفرانس د علومو اکاډمي د علمي غړو په حضور کې وړاندې کړ.
د یوه پاچا بېرته راتګ کتاب انتقادي کتنه
د علومو اکاډمي د تاریخ او اتنوګرافي د انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی ولي الله ارین «د یوه پاچا بېرته راتګ کتاب انتقادي کتنه» تر سرلیک لاندې د علومو اکاډمي د څېړونکو او پوهانو په حضور کې علمي ــ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
