غونډې

پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۳ - ۱۳:۴
Background image

د هېوادوالو او څېړونکو پر مخ د طبي علومو د مرکز د تشخیصیه- څېړنیز کلینیک پرانیست غونډه

وخت: د چهار شنبې ورځ د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د محرم د میاشتې ۲۶ مه نېټه غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته د علومو اکاډمي د طبیعي- تخنیکي علومو محترم معاون شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب د غونډې افتتاحیه وینا وکړه او د اسلام او شریعت له مخې یې د طبابت او طبیب ارزښت بیان کړ، همدارنګه یې ټولو هېوادوالو ته په تشخیصیه- څېړنیز کلینیک کې د ډېر کم حق الاجرت په وړاندې د خدمتونو د وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل. د اجنډا مطابق د تفسیر او حدیث مرکز محترم رئیس مولوي عرفان الله عرفان د وخت د ارزښت او د الله جل جلاله په لاره کې د هغه د مخلوق د خدمت اجر او ثواب بیان کړ، همدارنګه یې په ټولنه کې د طب او طبابت په قدر او اهمیت رڼا واچوله او په ټولو کارونو کې یې د پاک نیت او اخلاص موجودیت اساسي او مهم ارکان وبلل.

یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۰ - ۱۵:۳۴
Background image

څېړنپوه دکتور هاشمي ته د اکاډميسين علمي رتبې وياړغونډه

د افغانستان علومو اکاډمي کې څېړنپوه دکتور سید محی الدین هاشمي ته د اکاډمیسین علمي رتبې د ورکولو ویاړغونډه د یکشنبې په ورځ په ۲۳/۱/۱۴۴۴هـ. ق = ۳۰/۵/۱۴۰۱هـ. ش نېټه جوړه شوه. د غونډې په پیل کې د علومو اکاډمۍ د دفتر رئیس ښاغلي شوکت الله عابد له لوري د اکاډمي له خوا څېړنپوه سید محی الدین هاشمي ته د اکاډمیسین علمي رتبې وړاندې شوی پيشنهاد او د رئ یس ال وزراء د منظورۍ حکم ولوستل شو.

شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۲ - ۹:۵۴
Background image

د افغانستان علومو اکاډمي کې د لوی مصلح ستر غازي کتاب مخکتنه وشوه

غونډه د قرآن کریم په مبارکو آیاتونو سره شروع شوه. د پیل وینا د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي فرید الدین محمود صاحب وکړه، نوموړي وویل: مونږ ته پکار ده چې د خپلو اسلافو په نقش و قدم لاړ شو، د هغوی کارنامې او ژوندلیک د ځان لپاره نمونه وګرځوو. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې ح. قاني صاحب د مرګ تر وخته په ستونزو او کړاونو کې وخت تېر کړ، د منبر او سنګر سړی و، بهترینې قربانۍ یې ورکړي او د خپلې زمانې د اولیاوو څخه شمېرل کېږي، هغه همدا راز وویل، ح. قاني صاحب په داسې وخت کې ج. هاد پیل کړ چې په عربو او عجمو کې چا د ج. هاد غږ نه شو پورته کولای، ح. قاني صاحب د دې ج. هاد د بنیاد ګزارانو په مخکښانو کې و، او د امریکا په شکست کې د ارواښاد ح. قاني رحمه الله کورنۍ ستر رول درلود.

یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۹ - ۱۲:۰
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د علمي مجمع غونډه دایره شوه؛

د افغانستان د علومو اکاډمۍ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د اکاډمیسین او کاندید اکاډېمسین علمي رتبو تر لاسه کولو لپاره د علومو اکاډمۍ د علمي مجمع غونډه د علومو اکاډمۍ د عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي فریدالدین محمود په مشرۍ او د ښاغلي اکاډمیسین عبدالاحد عشرتي او د افغانستان د علومو اکاډمۍ د علمي شورا د غړو په ګډون په 6/5/1401 نېټه دایره شوه. د عمومي مجمع دې غونډې ته د اکاډمیسین علمي رتبې تر لاسه کولو لپاره د شپږو تنو کاندیدانو د علمي آثارو د ارزونې راپورونه چې د علومو اکاډمۍ د علمي شورا له لوري د ټاکل شوو کمېسیونونو له لوري بشپړ شوي وو، وړاندې شول. د علومو اکاډمۍ د قانون د (۲۵) مادې پر بنسټ له شپږو تنو کاندیدانو څخه یوه کاندید ښاغلي څېړنپوه دکتور سید محی الدین هاشمي د ۵۶ علمي او څېړنیزو چاپ کتابونو په درلودو چې ۱۴ آثار یې د آثارو د ارزونې د کمېسیون له لوري نوښتي او ابداعي ګڼل شوي او تر څنګ یې ۴ علمي ـ څېړنیزې مقالې په نړيوالو ژورنالونو کې هم خپرې شوي؛ د علمي مجمع د غړو له لوري د سري رایې اچونې په ترڅ کې ورته د رایو په اکثریت سره د اکاډمیسین علمي رتبه تأیید شوه.

یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۹ - ۱۱:۵۸
Background image

د افغانستان علومو اکاډمي کې د ترجمې د مرکز پرانست غونډه ترسره شوه

غونډه د قرآن کریم په مبارکو آیاتونو سره پیل شوه، د پیل وینا د افغانستان د علومو اکاډمۍ عمومي رئیس شیخ الحدیث فرید الدین محمود صاحب وکړه، نوموړي وویل: د ژباړې د مرکز پرانستل د اسلامي نظام د پرمختګ او ترقۍ لپاره یوه هڅه ده چې له دې لارې به خپل ولس ته اسلامي مفکوره وړاندې کوو، د دې مرکز موخه دا ده چې د هر علم د لویو پوهانو کتابونه خپلو ژبو ته وژباړو او د پرمختګ لپاره ترې کار واخلو چې په دې سره به خپلې ژبې ته غنامندي ورپه برخه کړو.

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۹ - ۱۵:۳۲
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۱ ل کال د چنګاښ میاشتې پر ۲۹ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي – څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول.

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳۱ - ۱۲:۱۵
Background image

د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه؛

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د علامه احمد علي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې د دعوت او ارشاد غونډه ترسره شوه. یاده غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو پیل شوه. وروسته بیا د دعوت او ارشاد لوی رئیس شیخ الحدیث والتفسیر مولوي محمد هاشم شهید ورور د نظام د ثبات او استحکام په اړه وینا وکړه او د امیر المؤمنین د راغلیو فرمانونو د عملي کیدو په اړه یې سپارښتنې وکړې.

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۳ - ۱۴:۴۰
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۱ ل کال د غبرګولي میاشتې پر ۳ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي – څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول. پر دې سربېره د علومو اکاډمۍ د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسایلو بحث او پرېکړې وشوې.

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۱ ل کال د غوایي میاشتې پر ۲۰ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي – څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول. پر دې سربېره د علومو اکاډمۍ د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسایلو بحث او پرېکړې وشوې.

Pagination