د ازبيكي ژبې د ملي ورځې په مناسبت د افغانستان د علومو اكاډمي د رئيس پيغام

Ezatullah_admin
Tue, Oct 20 2020 3:18 PM
د ازبيكي ژبې د ملي ورځې په مناسبت د افغانستان د علومو اكاډمي د رئيس پيغام

د ازبيكي ژبې د ملي ورځې په مناسبت د افغانستان د علومو اكاډمي د رئيس پيغام

نحمده و نصلي على رسوله الكريم، أما بعد فأعوذ بالله من الشيطان الرجيم

بسم الله الرحمن الرحيم

وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِلْعَالِمِينَ

صدق الله العظيم.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت جلالتمآب جمهور رئیس، د جمهوري ریاست عالیقدر مرستیالانو، د کابینې محترمو غړو، د ملي شورا د داړو مجلسونو درنو مشرانو او استازو ، او په تالار كې ناستو درنو مشرانو ، حاضرینو خويندو او وروڼو !

السلام علیکم و رحمة الله وبرکاتهُ!

ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې نن ورځ اوزبیکي د افغانستان د ملي ژبو څخه د یوې ژبې په توګه نمانځو او درناوی يې کوو او دا ورځ د هېواد په مهمو تاریخي پېښو کې ثبتېږي ، چې ویاړ يې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مشرتابه عالي مقام ته رسېږي.

درنو حاضرینو!

څرنګه چې انسان په ژبه او فکر باندې له نورو ژوندیو موجوداتو څخه متمایز دی. ژبه ده چې د هغې په وسیله په بشري ټولنه کې څه د وینا او څه د لیکنې له مخې د انسانانو تر منځ اغېزناکې اړیکې ټینګیږي ، چې دا په خپله بېلابېلو موجودو او راتلونکو نسلونو ته د بشر د علمي، فرهنګي، ادبي او تاریخي آثارو، افتخاراتو او میراثونو د پاتې کېدو لامل کېږي. په جلا جلا قواعدو او جوړښتونو سره د مختلفو ژبو را منځ ته کېدل دا په خپله د انسان ډېرې څرګندې وړتیاوې په ګوته کوي ، چې پر بنسټ يې رنګارنګ فرهنګونه خپله ځانګړې بڼه خپلوي. افغانستان له ټولنیز پلوه د ګڼو قومونو ګډ کور او هغه هېواد دی چې ډېرې ژبې لري او دې کار د دې ټاټوبي د اوسېدونکو فرهنګ لا پسې ځلانده او بډایه کړی دی.

اوزبیکي هم یوه مهمه او اغېزناکه ژبه ده چې وياړلى تاریخي قدامت او اصالت لري او په افغانستان کې د نورو ملي ژبو غوندې يې د دې تمدني سیمې د فرهنګي میراثونو او ارزښتونو په لوړاوي او ساتلو کې مهم نقش لوبولی دی.

د افغانستان د اساسي قانون د شپاړسمې مادې د حکم پر بنسټ، اوزبیکي ژبه د هېواد له ملي ژبو څخه یوه ژبه پېژندل شوې ده چې دولت يې د ودې، پیاوړتیا او پرمختیا مسئوليت لري. له نېکه مرغه د جمهوري ریاست عالي مقام، د اساسي قانون حکم ته په پاملرنې سره، دې برخې ته د پام وړ توجه کړې ده، چې مننه يې كوو.

د افغانستان د علومواکاډمي باور لري چې اوزبیکي ژبه د دې هېواد د تمدني خزانې د څرګندولو او معرفي کولو په چاره کې یوه مهمه سرچینه ده چې مثبت او رغنده نقش يې په هېڅ وجه له پامه د غورځولو نه دی. دې مهم ټکي ته په کتلو سره، د علومواکاډمي د اوزبیکي او ترکمني انستیتوت پوهان د علمي څېړنو د ترسره کولو، د علمي سیمینارونو او کنفرانسونو د جوړولو له لارې د اوزبیکي ژبې د لاپېژندنې او پرمختګ او د افغانستان په فرهنګي تحولاتو کې د دغې ژبې د ویونکو د نقش د څرګندولو لپاره خپل مسئولیت اداء کوي او په دې برخه کې لا زیات خدمت کولو ته چمتو دي.

د میزان ۲۹ نېټه چې «د اوزبیکي ژبې ملي ورځ» نومول شوې ده، د افغانستان د علومواکاډمي يې استقبال کوي او د جمهوري ریاست له عالي مقام څخه د دې نېك اقدام مننه او قدرداني کوي. همدارنګه د دې غونډې جوړوونکو ته کور ودانی وايي چې داسې پرتمینه غونډه او پروګرام يې برابر کړی. هیله ده چې ګډونوال به له غونډې څخه ګټه واخلي او د ددې ژبې د ادبیاتو ځينې تیاره ګوټونه به ورته روښانه شي.

زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د علم او فرهنګ د غوړېدو او ځلېدو په هيله.

و من الله التوفیق

څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب

د افغانستان د علومو اکاډمي سرپرست رئیس

Latest news

Sat, Dec 06 2025 11:51 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sun, Jul 13 2025 12:54 PM
Background image

Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan

Today, on the 2025-07-12, an academic research conference was held under the title "Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan". The event was organized. . .

Sun, Jul 13 2025 11:15 AM
Background image

The Role of Artificial Intelligence in Social Media

Assist Prof Hekmatullah Aziz, a research fellow at the Center for Social Sciences, Department of Human Sciences, Academy of Sciences of Afghanistan, delivered a scholarly presentation. . .

BACK TO NEWS