په ادراکي ژبپوهنه کې د مفهومي استعارې څېړنه

Ezatullah_admin
Tue, Nov 17 2026 11:36 AM
په ادراکي ژبپوهنه کې د مفهومي استعارې څېړنه

د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړي څېړندوی خالد تکل د مکلفیتي سیمینارونو په لړ کې په ادراکي ژبپوهنه کې د مفهومي استعارې څېړنه تر عنوان لاندې علمي سیمینار وړاندې کړ.

په دغه سیمینار کې د ادراکي ژبپوهنې په اډانه کې پر احساس، ادراک، ادراکي ژبپوهنه، د ادراکي ژبپوهنې پر ځانګړنو، مخبېلګو، سکیماوو، د مفهومي استعارې په نظریه او د مفهومي استعارو په قلمرو د پښتو بېلګو سره بحث او څېړنه شوې ده.

د ښاغلي تکل په وینا ادراکي ژبپوهنه هغه ده چې د انسان د حواسو، ادراک او ژبې پر تعامل خبرې کوي. یا ادراکي ژبپوهنه دې پوښتنې ته ځواب وايي چې انسان څه ډول په ژبه پوهېږي؟ دې لړ کې د انسان هغه وړتیاوې او فعالیتونه را اخلي چې په ادراک او پوهېدو کې يې کاروي. یا انساني درک څه ډول د ژبې په پوهېدلو کې مرسته کوي؟ د دې ژبپوهنې پر بنسټ د انسان ادراک او ژبه سره نه بېلېدونکې ځانګړنې لري.

څېړونکي وویل، مفهومي استعارې د ادراکي ژبپوهنې یو اساسي او محوري بحث دی چې ټول تمرکز يې د انتزاعي مفاهیمو په مفهومي کولو را څرخي. د مفهومي استعارو دنده دا ده چې د انسان د ذهن، ادراک او ژبې ترمنځ اړیکې ټینګوي او د دغو اړیکو په ټینګولو کې د انسان له فزیکي او حسي تجربو څخه ګټه اخلي.

نوموړي د ادبي او مفهومي استعارې د بحث په دوام کې وویل، دا چې استعاره پر بلاغي علومو سربېره په ژبپوهنه کې هم ځانګړی نقش لري، زموږ په پښتو ژبه او ادبیاتو کې نوې خبره ده. که څه هم د استعارې پر ژبپوهنیز ارزښت باندې جورج لیکاف او مارک جانس د شلمې پېړۍ په دویمه نیما‌یي کې څېړنې وکړې او د استعارې ژبپوهنیز ارزښت يې جوت کړ، خو په پښتو ژبه کې د استعارې ژبپوهنیز منطق ته موږ په ۲۱ مه پېړۍ کې ځیر شو او په دې اړوند د ادراکي ژبپوهنې د بحثونو په لړ کې استعاره د ژبپوهنې له زاويې وځیرل شوه.

په سیمینار کې له ښاغلي څېړونکي څخه د اړوند موضوع په اړه څېړونکيو او ګډونوالو پوښتنې وکړې چې د څېړونکي له خوا ورته قانع کوونکي ځوابونه وویل شول.

په پای کې د سیمینار د ارزونکي کمیسیون له لورې دغه سیمینار په اکثریت رایو مثبت وارزل شو او څېړونکي ته یې د لا بریاوو هیله وکړه.

د علومو اکاډمي واټس اپ چینل په لاندې لینک کې تعقیبولی شئ...

https://whatsapp.com/channel/0029VbCQAO7DTkK4eJX7DB1L

 

Latest news

Tue, Jul 28 2026 10:42 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

BACK TO NEWS