د افغانستان د علومو اکاډمي د دعوت او ارشاد اړوند د سيرت او صورت د اصلاح په موخه اصلاحي او توصیوي غونډه ترسره شوه

Ezatullah_admin
Mon, Oct 26 2026 4:10 PM
د افغانستان د علومو اکاډمي د دعوت او ارشاد اړوند د سيرت او صورت د اصلاح په موخه اصلاحي او توصیوي غونډه ترسره شوه

کابل، افغانستان: نن دوه‌نۍ / دوشنبه د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د جمادی الأولی ۱۴مه (۴ / ۸ / ۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمۍ د دعوت او ارشاد ریاست تر سرپرستۍ لاندې، کارکوونکو ته په اسلامي لباس باندې د ځان برابرولو او د سیرت او صورت د اصلاح کولو په موخه یوه لویه اصلاحي او توصیوي غونډه جوړه شوه.

غونډه د قاري صاحب مطیع الله ستاري لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت کولو سره پیل شوه، د غونډې پیل د دعوت او ارشاد رئیس، مفتي محمد اکبر مقسط صاحب، په افتتاحیه وینا سره وشو.

ورپسې، د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت د دعوت او ارشاد چارو د سمون لوی ریاست رئیس، شیخ الحدیث مولوي محب الله مخلص صاحب، د اسلامي لباس، صورت او سیرت په ځانګړې توګه د ږیرې پرېښودلو، په سنت طریقه د هغې برابرولو او په نبوي رڼا کې د ظاهر د ښکلا په اهمیت تفصیلي خبرې وکړې.

دغه راز محترم شیخ صاحب د ږیرې په اړه د شریعت اړوند احکام، احادیث او فقهي مسایل هم بیان کړل او له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل ترڅو خپل سیرت او صورت د اسلام له مبارک دین او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو سره سم عیار کړي.

غونډه د علومو اکاډمۍ د اسلامي باندارۍ علمي غړي څېړنوال مفتي محمد نبي المیداني په دعائیې سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Jul 28 2026 10:42 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM

BACK TO NEWS