د کابل مجلې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍګڼه چاپ شوه

Ezatullah_admin
Sun, Aug 16 2026 9:47 AM
د کابل مجلې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍګڼه چاپ شوه

کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت پښتو ادبیاتو ته ځانګړې شوې مجله ده چې تازه یې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍ ګڼه چاپ شوه. کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز، علمي ـ څېړنیزه چاپي خپرونه ده چې د پښتو ژبپوهنیزو، ادبي او فولکلوري موضوعاتو په اړه د هېواد د څېړونکو، پوهانو او فرهنګپالو علمي ـ څېړنیزې مقالې او لیکنې خپروي.

په دې ګڼه کې دا لاندې علمي ـ څېړنیزې مقالې خپرې شوې دي:

۱. تور ادبیات// څېړنپوه دوکتور سید نظیم سیدي                  

۲. پښتو لنډۍ، د خاموشې نړۍ اوچت غږ// استاد عبدالخالق رشید                                 

۳په پښتو ادب کې سانېټ// نوماند څېړندوی جاوید افتاب                       

۴. «اوبو وړی» او د مهاجرت د ژوندانه ځينې انځورونه// څېړنوال دوکتور نورالحبیب نثار                     

۵. د لسم ټولکي په پښتو مضمون کې د ځینو متونو ژبنۍ او مفهومي څېړنه// څېړندوی خالد تکل                            

۶د گلشن افغان په اړه د کورنیو او بهرنیو پوهانو لیکنې او څېړنې//  څېړنپوه عبدالرحیم بختانی                        

۷. د طاهر کلاچوي په شاعرۍ کې د تلمیحاتو تحلیل// پوهنیار محمد ولي الهام                              

۸. په پښتو ژبه کې نااړین او تکراري نویزونه// څېړندوی احمد الله وصال                

یاده ګڼه په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلی او ډاونلوډ کولاې شئ....

https://asa.gov.af/sites/default/files/2026-07/kabul%20quarterly%20journal%20no.%201%20Year%201405.pdf

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست له کتاب پلورنځي څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

Latest news

Tue, Jul 28 2026 10:42 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

BACK TO NEWS