څېړنپوه دکتور محمدحلیم تنویر د چاپ شویو کتابونو د مخکتنې غونډه جوړه شوه

Ezatullah_admin
Thu, Oct 23 2025 12:07 PM
څېړنپوه دکتور محمدحلیم تنویر د چاپ شویو کتابونو د مخکتنې غونډه جوړه شوه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو په معاونیت کې، د تاریخ او اتنوګرافي د انسټیټیوټ علمي غړي څېړنپوه دکتور محمدحلیم تنویر د چاپ شویو کتابونو د مخکتنې غونډه جوړه شوه. د یادونې وړ ده چې د دې کتابونو لویه برخه په ۱۴۰۴ کال کې د چاپ په ګاڼه پسولل شوي دي.

تر سلام او درود وروسته د بشري علومو مرستیال څېړنپوه دکتور محمد عالم اسحاق زي، د علومو اکاډمي علمي منشي څېړنوال دکتور عزیزګل صافي، د ټولنیزو علومو د مرکز رئیس څېړنپوه شېرعلي تزري، د علومو اکاډمي علمي غړي او د دفتر رئیس څېړندوی شوکت عابد او د غونډې ټولو ګډونوالو د دکتور صاحب تنویر علمي کړنې د زړه له کومې وستایلې او نوموړي ته یې په خپلو علمي چارو کې د لا زیاتو بریاوو دعا او غوښتنه وکړه. ویناوالو وویل: دا ښه خبره ده چې د علماوو او پوهانو د کار او هلوځلو قدرداني د هغوی په ژوند وشي.

دکتور تنویر د علومو اکاډمي له رهبري څخه مننه وکړه، چې د ده د علمي کارونو درناوی او هرکلی یې وکړ. نوموړي وویل چې له خپل دین، هېواد او خلکو سره د زړه له تله مینه لري او ځان یې پوروړی بولي، همدارنګه ژمنه یې وکړه چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ به د اسلام، هېواد او خپل کړېدلي ملت لپاره خپل قلم چلوي. په پای کې ګډون والو د تنویر صاحب کتابونه وکتل او غونډه د لوی رب دربار ته د لاسونو په لپه کولو پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sat, Dec 06 2025 11:51 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sun, Jul 13 2025 12:54 PM
Background image

Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan

Today, on the 2025-07-12, an academic research conference was held under the title "Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan". The event was organized. . .

BACK TO NEWS