د ګوَري او کهوار ژبې د تاړو پرتلیزه څېړنه

Ezatullah_admin
Thu, May 08 2025 9:50 AM
څېړندوی شریف الله سانېن

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د وروڼو او قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړندوی شریف الله سانېن " د ګوَري او کهوار ژبې د تاړو پرتلیزه څېړنه" تر سرلیک لاندې علمي- څېړنیز کنفرانس د څېړونکو او استاذانو په حضور کې وړاندې کړ.

په دې علمي- څېړنیز کنفرانس کې د ګوَري او کهوار ژبې د تاړو پر پرتلنه او ارزونه بحث او خبرې وشوې چې د ګوري او کهوار ژبې د تاړو بېلابېل ډولونه په کې د علمي اصولو او موازینو په نظر کې نیولو سره په پرتلیز ډول وڅېړل شول او د دواړو ژبو د تاړو ګډ، ورته او جلا اړخونه او ځانګړنې په کې روښانه او څرګند شول.

د دغه علمي- څېړنیز کنفرانس په بحث کې لومړی د تاړو پر پېژندنه لنډ بحث وشو او ورپسې د څېړنیزې موضوع له موخې سره سم د ګوري او کهوار ژبې پر مختاړو، منځتاړو او روستاړو په ترتیب سره پرتلیز توضیحي او تشریحي بحث وشو چې په ترڅ کې یې د دواړو ژبو د تاړو بېلابېل اړخونه او ځانګړنې روښانه او واضیح شول. د کنفرانس په بحث کې د ګوَري او کهوار ژبې د تاړو د پرتلیزې څېړنې او بحث د پایلې په توګه نوموړي مهم پرتلیز اړخونه او څرګندونې په دې توګه وړاندې کړل:

ګوَري او کهوار یا چترالي د )اندو- اروپايي( ژبکورنۍ د (آریک) ژبښاخ د (داردي) ژبڅانګې د مرکزي داردي ژبو له ډلې څخه دي چې په خپلو کې فونولوژیکي او مورفولوژیکي نږدې اړیکې لري.

د ګوَري او کهوار یا چترالي ژبې تاړي (مختاړي، منځتاړي او روستاړي) په خپلو کې بېلابېل ډولونه، بېلابېلې جوړښتي بڼې او ګډ، ورته او توپیري اړخونه او ځانګړنې لري. په ګوَري ژبه کې د نهي او نفي مختاړي د (مه/mȧ) او (نه/nȧ) په بڼو او په کهوار یا چترالي ژبه کې د (مو/mo) او (نو/no) په بڼو دي او استعمالېږي. له کلمه جوړوونکو مختاړو څخه (بې/me)، (نا/nā) او (هم/ham) په دواړو ژبو کې ګډ او مشترک دي، خو ګوَري بیا پر دغو سربېره د (نه/nȧ) مختاړی هم لري.

له منځتاړو څخه (نه/nȧ) په ګوَري ژبه کې د منځتاړي په توګه کارېږي او (نو/no) په کهوار ژبه کې د منځتاړي په توګه کارېږي او په هره ژبه کې د استعمال خپل ځایونه او کلمې لري، یعنې په دواړو ژبو کې په عین کلمو کې نه کارول کېږي، خو (نا/nā) بیا په دواړو ژبو کې ګډ کارېږي.

په ګوَري او کهوار دواړو ژبو کې روستاړي بېلابېل ګډ، ورته او توپیري اړخونه او ځانګړنې لري. په ګوَري ژبه کې روستاړي تر ډېره د جنس له مخې د ګردانېږي، یعنې د نارینه او ښځينه لياره ځانګړې بڼې لري، خو په کهوار ژبه کې د جنس له مخې نه ګردانېږي او د نرینه او ښځينه دواړو لپاره په یوه بڼه کارېږي. په دواړو ژبو کې روستاړي تر ډېره خپلې ځانګړې بڼې لري چې د خپلې مطلوبې معنا د څرګندولو او افادې په موخه په خپلو ځایونو کې له خپلو کلمو سره کارول کېږي، خو د هرې ژبې پر ځانګړو روستاړو سربېره په دواړو ژبو کې د (ي/i)، (داري/dāri)، (وال/wāl)، (ګر/gar)، (ان/ān) او (یان/yān) په بڼو ګډ او مشترک روستاړي هم شته. البته د استعمال له مخې د کهوار ژبې په روستاړو کې د نورو په پرتله د (غونې/ɤone) او (وېني/wene) روستاړي ډېر کارول کېږي.

د کنفرانس په پای کې د موضوع اړوندو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه ورکړل شوي او دغه علمي-څېړنيز کنفرانس د ارزونې د کميسيون له لوري د رايو په اتفاق سره مثبت و ارزول شو.

Latest news

Sat, Dec 06 2025 11:51 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sun, Jul 13 2025 12:54 PM
Background image

Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan

Today, on the 2025-07-12, an academic research conference was held under the title "Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan". The event was organized. . .

Sun, Jul 13 2025 11:15 AM
Background image

The Role of Artificial Intelligence in Social Media

Assist Prof Hekmatullah Aziz, a research fellow at the Center for Social Sciences, Department of Human Sciences, Academy of Sciences of Afghanistan, delivered a scholarly presentation. . .

BACK TO NEWS