د کتاب د درنښت په مناسبت یوه اونۍ ځانګړی تخفیف

Ezatullah_admin
Wed, Apr 23 2025 12:02 PM
د کتاب د درنښت په مناسبت یوه اونۍ ځانګړی تخفیف

کتاب د انسان د یوازېتوب ملګری دی او د کتاب لوستل د انسان معنوي پانګه لوړوي، نو راځئ له کتاب سره ملګرتیا وکړو او خپله معنوي پانګه لوړه کړو.

د افغانستان د علومو اکاډمي په خپلو ټولو چاپ کړو کتابونو کې (۴۰٪) تخفیف اعلانوي. د افغانستان د علومو اکاډمۍ په هېواد کې د یوازینۍ معتبرې څېړنیزې ادارې په توګه د هېواد په رسمي ژبو، د بېلابېلو علومو په برخه کې علمي- څېړنیز کتابونه، مجلې او جریدې خپروي. د اړوندو څانګو څانګوال، څېړونکي، زده‌کوونکي، محصلان او عام لوستونکي کولای شي هر وخت دغه کتابونه په مناسبه بیه د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د کتابونو د توزیع له څانګې څخه ترلاسه کړي. د کتاب د درنښت په مناسبت د علومو اکاډمي په خپلو ټولو چاپ کړو کتابونو کې (۴۰٪) تخفیف اعلان کړی. تاسو کولای شئ چې له دې فرصت څخه ګټه واخلئ.

Latest news

Tue, Jul 28 2026 10:42 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM

BACK TO NEWS