د کابل ښار د نباتي پوښښ د بیا رغونې په اړه څېړنه

Ezatullah_admin
Thu, Apr 17 2025 9:29 AM
څېړنوال عبدالرحمن لطیف

«علمي – څېړنیز کنفرانس»

د افغانستان د علومو اکادمي د طبیعی – تخنیکي علوم معاونیت د ځمکپوهنې مرکز علمي غړي ښاغلي څېړنوال عبدالرحمن لطیف ( د کابل ښار د نباتي پوښښ د بیا رغونې په اړه څېړنه ) تر سلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس د طبیعي – تخنیکي علومو په معاونیت کې د څېړونکو، استادانو او علماء کرامو په حضور کې وړاندې کړ.

په یاد کنفرانس کې لومړی د کابل ښار د پخواني او اوسنۍ نباتي پوښښ په اړه مقایسوي ارقام او جغرافیایي نقشې وړاندې شوې، په دویم قدم کې د دغه ښار د نباتي پوښښ د کموالي او لږوالي په عواملو او همدارنګه د هغو په ناوړو اغېزو باندې ړنا واچول شوه.

د کنفرانس په لړ کې ښاغلي لطیف پر هغو نویو طرحو او لارو چارو بحث وکړ، کوم چې په عملي کولو سره یې نه یوازې د کابل ښار نباتي پوښښ وده کوي، بلکې په دغه ښار کې د هوا ککړتیا له منځه ځي او تر څنګ یې شین او سمسور طبیعي چاپېریال رامنځته کېږي.

د کنفرانس په وروستۍ برخه کې د علومو اکاډمي علمي غړو ، استادانو او محققینو د موضوع اړوند خپل نظریات او سوالونه مطرح کړل چې د ښاغلي ځېړنوال عبدالرحمن لطیف لخوا ورته د قناعت وړ ځوابونه وړاندې شول. په پای کې دغه علمي-څېړنيز کنفرانس د ارزونې د کميسيون له لوري د رايو په اتفاق سره مثبت و ارزول شو او څېړونکي ته يې د لا نورو برياوو هيله وکړه.

Documents

د کنفرانس سلایډونه

Latest news

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sat, Dec 06 2025 11:51 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

BACK TO NEWS