د مرکزي آسیا په وړاندې د روسیې او امریکا د بهرني سیاست مقایسوي څېړنه او پر افغانستان یې اغیزې ۱۹۹۱ ـ۲۰۱۹

Ezatullah_admin
Sun, Aug 25 2024 11:32 AM
څېړندوی رحمت الله همت مظلوم یار

«د علمي ـ څېړنیزې پروژې دفاع»

د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز علمي غړي څېړندوی رحمت الله همت مظلوم یار د ۱۴۰۳ هـ ش کال د سنبلې پر ۳ نېټه د څېړنوال علمي رتبې ته د ترفیع په موخه « د مرکزي آسیا په وړاندې د روسیې او امریکا د بهرني سیاست مقایسوي څېړنه او پر افغانستان یې اغیزې ۱۹۹۱ ـ۲۰۱۹» تر عنوان لاندې عملي څېړنیزې پروژې دفاع وړاندې کړه.

دا علمي څېړنیزه رساله په سریزه، شپږو څپرکو، پایلې، وړاندیزونو او مأخذونو باندې مشتمله ده، څېړونکي په لومړي څپرکي کې د موضوع شالید باندې بحث کړی او په دویم څپرکي کې یې د مرکزي آسیا سیاسي او اقتصادي اهمیت څېړلی دی چې د مرکزي آسیا تیلو، ګازو، برېښنا تولید، کرنیزو محصولاتو او نښلونکي پله په توګه د مختلفو سیمو نښلولو کې د دې سیمې ټرانزیټي اهمیت روښانه کړی دی. په دریم او څلوم څپرکو کې په ترتیب سره په مرکزي آسیا کې د روسیې او امریکا موخو باندې بحث شوی دی. پنځم څپرکي کې د مرکزي آسیا په اړه د روسیې او امریکا بهرنی سیاست په پرتلیز ډول څېړل شوی دی، چې په کې په مرکزي آسیا کې د روسیې او امریکا تعامل او تقابل او سیاستونو باندې تفصیلي بحث شوی دی، په شپږم څپرکي کې پر افغانستان یې د اغېزو شننه شوې ده. د پروژې په پای کې پایله، وړاندیزونه او مأخذونه راغلي دي.

ددې علمي ـ څېړنیزې پروژې د دفاع په پای کې د څېړونکو او ګډونوالو پوښتنو ته قناعت ورکوونکي ځوابونه د څېړندوی رحمت الله همت له لورې وویل شول او د یادې علمي ـ څېړنیزې پروژې د دفاع ارزونې کمیسیون له لورې د رایو په اتفاق سره مثبت وارزول شوه.

Latest news

Tue, Jul 28 2026 10:42 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

BACK TO NEWS