آریانا قاموس «پښتو - پښتو» چاپ شو

Ezatullah_admin
Sun, Dec 03 2023 12:29 PM
آریانا قاموس «پښتو - پښتو»

د آریانا قاموس «پښتو - پښتو» لومړی ټوک له « آ - ت » توري پورې د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا په ۹۱۸ وزيري سايز مخونو کې چاپ شو.

د دغه قاموس کاري ډله کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټوټ او د پښتو څېړنو د بین المللي مرکز علمي غړي دي.

د قاموس په سريزه کې د قاموس د پېژندنې تر څنګ د آریانا قاموس کار دود او کاري ډله معرفي شوې، ورپسې د تلفظ پر لارښود او مخففاتو بحث شوی دی.

دا چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا پخوانی چاپ شوی (پښتو - پښتو تشـريحي قاموس) د ښېګڼو ترڅنګ ځينې نيمګړتياوې هم لرلې، نو له یوې خوا همدغو نیمګړتیاوو ته په کتو او له بله پلوه په ژبه کې د نویو اړتیاوو ته په کتو، د نویو وییونو رامنځته کېدل (نوې لغت جوړونه، له بهرنیو ژبو، پښتو ته د وییونو راتلل) او نورو هغو لاملونه موږ اړ کړو، ترڅو د وخت غوښتنو ته مثبت ځواب ووایو او داسې یو قاموس ولیکو چې له «پښتو ـ پښتو تشریحي قاموس» څخه یو څه متفاوت، د وییونو زېرمه یې هم زیاته او غني وي.

له بلې خوا د قاموس لیکنې د میتودونو له مخې باید په قاموسونو باندې بیا بیا کار وشي او نوې راټولونې په کې وشي، ترڅو نوي کلمات په کې ځای پر ځای شي او لا ښې اسانتیاوې رامنځته کړي.

همدغو او دې ته ورته ملحوظاتو ته په کتو څو کاله دمخه د افغانستان د علومو اکاډمي مشـرتابه پلاوي (علمي شورا) دا تشه درک کړه او پرېکړه یې وکړه چې د «آریانا قاموس» (پښتو - پښتو) په نامه د یوه نوي قاموس د لیکلو چارې پیل شي چې د علمي شورا له پرېکړې سره سم دغه کار پیل شو او له نېکمرغه دا دی لومړی ټوک يې چاپ شو.

په دغه یو ژبیز تشریحي قاموس کې تر ډېره د وخت غوښتنې او اړتیاوې په پام کې نیول شوي دي. هڅه شوې چې د بې ځایه، تکراري، لهجوي او سمتي وییونو مخه په کې ونیول شي او د پښتو ـ پښتو تشـریحي قاموس په څېر د یو ويي څو وریانټه په کې را نشي، بلکې هغه بڼه يې خوندي کړي چې کابو عامه او منل شوې وي. په دغه قاموس کې د ځینو وییونو د سمې سپړنې او تشـریح لپاره د اړتیا پر اساس متلونه، اصطلاحات او بیتونه هم راغلي او دا ترې په ډاګه شوې چې یاد لغت باید څنګه تلفظ شي او کومه معنا ترې واخیستل شي. په دغه قاموس کې تر ټولو مهمه خبره د وییونو د تکرار مخنیوی او له لهجوي مسایلو څخه را وتل دي.

د یادولو ده چې اوسمهال د اریانا قاموس د پاتې کار او نورو ټوکونو د بشپړولو چارې روانې دي.

د دغه اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ:

https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-11/Aryana%20Dictionary%20%28Pashto%20%E2%80%93%20Pashto%29%20Vol%20-%201.pdf

يادونه: دغه کتاب د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

Latest news

Sat, Dec 06 2025 11:51 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sun, Jul 13 2025 12:54 PM
Background image

Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan

Today, on the 2025-07-12, an academic research conference was held under the title "Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan". The event was organized. . .

Sun, Jul 13 2025 11:15 AM
Background image

The Role of Artificial Intelligence in Social Media

Assist Prof Hekmatullah Aziz, a research fellow at the Center for Social Sciences, Department of Human Sciences, Academy of Sciences of Afghanistan, delivered a scholarly presentation. . .

BACK TO NEWS