د اریانا یا افغانستان اثر د چاپ په ګاڼه وپسولل شو!

Ezatullah_admin
Tue, Oct 17 2023 11:02 AM
د اریانا یا افغانستان

نوموړی اثر د تکړه لیکوال نجیب الله توروایانا په قلم په دري ژبه لیکل شوی چې له نېکه‌مرغه د ښاغلي څېړنپوه دکتور محمد شریف ځدراڼ له خوا په خوږه پښتو ژباړل شوی او د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو د ریاست له لوري چاپ شو.

نوموړی کتاب اصلاً دوه ټوکه دی چې د یوه کتاب په بڼه په ۳۵۰ مخونو کې چاپ شوی دی. په لومړي ټوک کې یې چې لس څپرکي لري، له اریایانو او د افغانستان د لومړنیو مدنیتونو (ویدي او اوستایي) څخه نیولې بیا آن تر اسلامي دورې پورې په لنډه توګه د افغانستان په تاریخي پېښو بحث شوی. په سیاسي برخه کې د اریانا خلکو لوی او پیاوړي حکومتونه رامنځ ته کړل او د لویې امپراطورۍ بنسټ یې کېښود. همدې اریایانو بیا د پردیو پر وړاندې، په ځانګړې توګه د مقدوني سکندر پر وړاندې سختې مقابلې او سرښندنې هم وکړې. په فرهنګي ډګر کې هم اریانا د نړۍ له نورو تمدنونو سره سیالي کوله او لوړ مقام یې درلود. د کتاب دوهم ټوک بیا د اسلام له راڅرګندېدو وروسته د غوریانو د دورې تر پایه د افغانستان تاریخي پېښو ته ځانګړی شوی چې دوه ویشت څپرکي لري. په اسلامي دوره کې د اریانا خپلواکو حکومتونو د اسلام دین د پیاوړتیا او خپراوي لپاره زیات چوپړونه تر سره کړل، همدا اریایي یا افغاني حکومتونه وو چې د اسلام دین یې تر هندوستان پورې خپور کړ او یوه بېلګه یې د هند پر لور د سلطان محمود غزنوي تحرکات وو.

په اسلامي دورو کې د اریانا خلک د علم او فرهنګ په ډګر کې هم وځلېدل. لوی لوی علماء، محدثین، فقهاء، شاعران او لیکوالان راڅرګند شول او هر یوه یې ستر ستر ویاړونه له ځانه پرېښودل. په دې برخه کې غزنوي او غوري دور تر نورو وړاندې دي.

په اقتصادي او اداري برخه کې هم خورا زیات پرمختګونه وشول. پر نورو ګڼو ښېګڼو سربېره د دې کتاب یوه بله ځانګړنه دا هم ده چې د افغانستان د تاریخ مختلفې دورې يې په رښتونې توګه تمثیل کړي دي. همدارنګه نورو تاریخي کتابونو ته په کتو نوموړی کتاب د حجم له پلوه کوچنی، خو د معلوماتو له اړخه خورا ستر، مهم او غني دی او د افغانستان د تاریخ یو اوږد پېر او د پام وړ پېښې په کې بیان شوي دي.

د یادونې وړ ده چې نوموړی کتاب په حاضر وخت کې د افغانستان د تاریخ په اړه یو له غوره او باور وړ کتابونو څخه ګڼل کېږي.

د دې اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلای او تر لاسه کولای شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2023-10/Aryana%20or%20Afghanistan%20%28A%20Short%20History%20of%20Afghanistan%29%201st%20%26%202nd%20Volume.pdf

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

Latest news

Sat, Dec 06 2025 11:51 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sun, Jul 13 2025 12:54 PM
Background image

Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan

Today, on the 2025-07-12, an academic research conference was held under the title "Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan". The event was organized. . .

Sun, Jul 13 2025 11:15 AM
Background image

The Role of Artificial Intelligence in Social Media

Assist Prof Hekmatullah Aziz, a research fellow at the Center for Social Sciences, Department of Human Sciences, Academy of Sciences of Afghanistan, delivered a scholarly presentation. . .

BACK TO NEWS