د اسلامي بانکوالي او غرر کتاب چاپ شو؛

Ezatullah_admin
Tue, Feb 28 2023 9:45 AM
اسلامي بانکوالي او غرر

د اسلامي بانکوالي او غرر کتاب چې د محترم دکتور مولانا اعجاز احمد حمداني له خوا په اردو ژبه لیکل شوی و، محترم مولوي احمد تمیم پښتو ژبې ته را ژباړلی او د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو محترم ریاست له‌خوا چاپ شوی دی.

لیکوال په دې کتاب کې په مالي معاملاتو کې د دوکې، درواغو او جهالت په اړه چې غرر ورته ویل کېږي، له فقهي پلوه هر اړخیز بحث کړی او ډېر مهم مسائل یې پکې روښانه کړي دي.

له کومه ځایه چې افغاني ټولنه یوه مسلمانه ټولنه ده او د مالي معاملاتو په اړه فقهي پوهې ته په‌ کې شدیده اړتیا لیدل کېږي. نو پر دې اساس دا کتاب د ا.ا.ا د علومو اکاډمي د ژباړې مرکز د غوښتنې له مخې وژباړل شو او چاپ شو.

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/.../Islamic%20Banking%20and...

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

Latest news

Tue, Jul 28 2026 10:42 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

BACK TO NEWS