د «طبیعت» ژورنال تازه ګڼه چاپ شوه؛

Ezatullah_admin
Sun, May 29 2022 10:11 AM
د «طبیعت» ژورنال تازه ګڼه چاپ شوه؛

د طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي – تخنیکې علومو د معاونیت یوازینۍ علمي – څېړنیزه مجله ده چې په کال 1368 هـ . ش. کې یې خپروني پیل کړيدي. نوموړي مجله چې په هرو درې میاشتو کې یو ځل خپرېږي، له پخوا څخه پکې د طبیعي علومو د مختلفو برخو لکه ریاضي، فزیک، انجنیری، برېښنا او انرژي، ټکنالوژي، کیمیا، بیولوژي، طب، زراعت، جیولوژي، طبیعي جغرافیه، هایدرو میتیورولوژي،... مقالې نشرته سپارل کېږي چې تر اوسه پوري 54 ګڼې چاپ شوي دي؛ دا دي اوس د طبیعت مجلې 58 – 59 مه ګڼه د څېړنیار سید نعیم سایق په زیار او اهتمام سره تازه د چاپ په ګاڼه پسولل شوی ده چې 197 مخونه لري او د طبیعي علومو د بېلابیلو برخو په اړه پکې 14 علمي – څېړنیزي مقالې چاپ شوي دي چې سرلیکونه يې د لیکوالانو په ګډون په دې ډول دي:

د مقالي سرلیک د لیکوال نوم

1. بررسی ساحات الکترو مقناطیسی... معاون سرمحقق عتیق الله خوشیوال

2. د اسهالاتو په درملنه او وقایه کې د... څېړنوال ډاکټر ضیاء الرحمن حقمل

3. بررسی برخی اختلاطات قرحۀ پیپتیک معاون سرمحقق محمد حسن ساعی

4. د حاد کولی سیستیت د سریری تظاهراتو ... څېړنوال ډاکټر تیمور شاه علیم منګل

5. د cryptorchidism او خصیوي سرطانونو... څېړنوال ډاکټر میرویس حقمل

6. د حشمت خان کول طبیعي او اقتصادي ... څېړنوال عبدالرحمن لطیف

7. په بستر ناروغانو کې دSTEMI د ... څېړنوال ډاکټر عبدالرحیم وردګ

8. ضرورت فلتریشن در شبکه های ... معاون سرمحقق عتیق الله خوشیوال

9. فاسفورس لرونکې سرې او د بوټو د حاصلاتو... څېړندوی خلیل الرحمن بارکزی

10. د معین انتیګرال په مرسته د مصرفوونکي او ... څېړنیار سیدنعیم سایق

11. بررسی دریافت سرعت با استفاده از… معاون محقق امنه بارکزی

12. بررسی احجار جا دهنده و منشاې پیدایش... پوهنیار انجنیر محمد عارف نیرو

یادونه: مينه وال کولای شي چې د طبیعت ژورنال دغه ګڼه او د طبیعي علومو د نورو برخو په اړه علمي – څېړنیز آثار په مناسبه بیه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د خپرونو او عامه اړيکو رياست څخه ترلاسه کړي.

Latest news

Sat, Dec 06 2025 11:51 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sun, Jul 13 2025 12:54 PM
Background image

Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan

Today, on the 2025-07-12, an academic research conference was held under the title "Legal Challenges to the Use of Artificial Intelligence in Afghanistan". The event was organized. . .

Sun, Jul 13 2025 11:15 AM
Background image

The Role of Artificial Intelligence in Social Media

Assist Prof Hekmatullah Aziz, a research fellow at the Center for Social Sciences, Department of Human Sciences, Academy of Sciences of Afghanistan, delivered a scholarly presentation. . .

BACK TO NEWS