د اکاډميسين لایق په اړه د علمي – څېړنيز سیمینار د علمي کمیسیون غونډه

Ezatullah_admin
Wed, Jul 14 2021 3:50 PM
د اکاډميسين لایق په اړه د علمي – څېړنيز سیمینار د علمي کمیسیون غونډه

د اکاډمیسین سلیمان لایق د لومړي تلین په مناسبت د علمي – تحقیقي سیمینار د علمي کمیسیون دوهمه غونډه د علومو اکاډمي د بشري علومو د مرستيال څېړنپوه دکتور محمد علم اسحاقزي په مشرۍ په داسې حال کې ترسره شوه چې د علومو اکاډمي عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب هم په کې ګډون درلود.

په دې غونډه کې د سیمینار لپاره د لیکل شویو مقالو پر ارزونې سربېره د سيمينار اړوند په نورو موضوعاتو خبرې او بحثونه وشول.

په دې غونډه کې د علومو اکاډمي پر علمي غړو سربیره د سليمان لايق د فرهنګي او ادبي بنسټ غړو هم برخه اخيستې وه.

تمه ده چې دغه سيمينار په نږدې راتلونکي کې ترسره شي.

Latest news

Tue, Jul 28 2026 10:42 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM

BACK TO NEWS