د افغانستان علومو اکاډمي کې د ترجمې د مرکز پرانست غونډه ترسره شوه

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۲ - ۱۵:۱
د افغانستان علومو اکاډمي کې د ترجمې د مرکز پرانست غونډه ترسره شوه

غونډه د قرآن کریم په مبارکو آیاتونو سره پیل شوه، د پیل وینا د افغانستان د علومو اکاډمۍ عمومي رئیس شیخ الحدیث فرید الدین محمود صاحب وکړه، نوموړي وویل: د ژباړې د مرکز پرانستل د اسلامي نظام د پرمختګ او ترقۍ لپاره یوه هڅه ده چې له دې لارې به خپل ولس ته اسلامي مفکوره وړاندې کوو، د دې مرکز موخه دا ده چې د هر علم د لویو پوهانو کتابونه خپلو ژبو ته وژباړو او د پرمختګ لپاره ترې کار واخلو چې په دې سره به خپلې ژبې ته غنامندي ورپه برخه کړو.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت مرستیال دکتور لطف الله خیرخواه وغږېد او ویې ویل: د ژباړې مرکز ته ځکه ډېره اړتیا ده چې په دې سره د علومو د معارفو ساتنه کېږي، د نورو ژبو هغه معارف چې مونږ ورته اړتیا لرو باید په سیستماتیک ډول انتقال او ګټه ترې پورته شي.

په غونډه کې د علومو اکاډمي د علمي غړیو او استاذانو له جملې څخه څېړنپوه عبد المعبود ضریري او څېړنوال دوکتور سید نظیم سیدي هم د ژباړې په تخنیکي او علمي اړخونو ویناوې وکړې چې خورا اړینې وې.

په پای کې د ژباړې د مرکز رئیس احمد الله هاشمي د ترجمې په اړتیا او ضرورت وینا وکړه او زیاته یې کړه چې د اشغال په تیر دور کې که څه هم ژباړه شوې خو له کبله یې زمونږ د هېواد والو اذهان او فکرونه تخریب شوي او له استعدادونو یې غلطه استفاده شوې ده، زمونږ مشرانو دا مرکز د دې لپاره ایجاد کړی چې د خپلو سلفو صالحو د فکر او تأثر په رڼا کې لیکل شوي کتابونه وژباړو ترڅو خپل ولس له اسلامي عقائدو او احکامو په پوره معنی خبر کړو.

غونډه د افغانستان د علومو اکاډمي د دعوت او ارشاد د رئیس مفتي محمد اکبر مقسط په دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۱۰
Background image

شمارۀ 87 مجلۀ علمی – تحقیقی تبیان به زیور چاپ آراسته شده

تبیان مجله ای است که از بخش علوم اسلامی اکادمی علوم به نشر می رسد، حاوی موضوعات عقیده، تفسیر و علوم القرآن، حدیث و علوم حدیث، سیرت، فقه، اصول فقه، تاریخ اسلام و ثقافت اسلامی می باشد،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳۴
Background image

نقش ریاضیات فازی در تصمیم‌گیری‌های اقتصادی

(کنفرانس علمی – تحقیقی) (کنفرانس علمی – تحقیقی) محترم محقق خورشید انور "نیازی" عضو علمی انستیتوت ریاضی و فزیک مرکز علوم ریاضی، فزیک و تخنیک مربوط معاونیت بخش علوم طبیعی – تخنیکی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۴
Background image

مجلهٔ افغانستان به چاپ رسید

مجلهٔ افغانستان که تحت اثر مرکز علوم اجتماعی، معاونیت علوم بشری در اکادمی علوم افغانستان فعالیت می‌کند، یک نشریهٔ علمی و فصلی است که مقالات علمی – تحقیقی را به زبان انگلیسی در عرصه‌های. . .

BACK TO NEWS