د نورستان په ولسي سندرو کې د واده د ځینو ناوړو دودونو غندنه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۴ - ۱۵:۳۹
د نورستان په ولسي سندرو کې د واده د ځینو ناوړو دودونو غندنه

«علمي- څېړنیز کنفرانس»

...................................................................................................

کابل: د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړې څېړنوالې عاطفې نورستانۍ «د نورستان په ولسي سندرو کې د واده د ځینو ناوړو دودونو غندنه» په نوم علمي- څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

دغه کنفرانس چې د ۱۳۹۹هـ. ش کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه د دوشنبې په ورځ ترسره شوه، په کې لسګونو د علومو اکاډمي پوهانو ګډون کړی وو.

آغلې نورستانۍ د یادې موضوع په اړه وویل: نورستانۍ سندرې ټولنیزې سندرې دي، منځپانګه یې طبیعي، سوچه او پیغام رسوونکې ده. مېلمه پالنې، سخا او د نورستان پخوانيو لغتونو په کې انعکاس موندلی دی.

د نورستان سندرې مخکې له اسلام نه او وروسته له اسلام نه ډېر زیات توپیر لري، له اسلام څخه مخکې چې کوم موضوعات په کې و، اوس هغه موضوعات په دې سندرو کې نشته.

د نوموړې په وینا، نورستان لکه د هېواد د نورو سيمو او خلکو په څېر ښه دودونه هم لري او منفي دودونه هم چې د منفي دودونو له جملې څخه يو ناوړه دود يې دا دی، مخکې له دې چې ماشوم دنيا ته راشي، د هغوی د ودونو په اړه مخکې له مخکې تصميم نيول کېږي.

د کنفرانس په لړ کې آغلې نورستانۍ د واده په اړه د نورستان ځيني نظمونه د کنفرانس ګډونوالو ته واورول.

هغې وړانديز وکړ، دا چې د نورستان په ټولنه کې د ودونو دودونه ملا ماتوونکي دي، نو اړتيا ده چې په وړاندې يې مبارزه وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د کابل مجلې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍګڼه چاپ شوه

کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت پښتو ادبیاتو ته ځانګړې شوې مجله ده چې تازه یې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍ ګڼه چاپ شوه. کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د زېږندې - اوړونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

شمارۀ 166 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به چاپ رسید

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد.

BACK TO NEWS