د اجتماعي علومو د مرکز له علمي غړو سره ناسته ترسره شوه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۲ - ۱۰:۲
د اجتماعي علومو د مرکز له علمي غړو سره ناسته ترسره شوه

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونيت له خوا د دې معاونيت د ټولنيزو علومو مرکز د علمي- څېړنيړو او اداري کارونو د لا ښه والي لپاره له علمي غړو سره ناسته ترسره شوه.

دغه ناسته چې د ۱۳۹۹هـ. ش کال د سنبلې په ۱۱مه د سه شنبې په ورځ جوړه شوه، په کې د اجتماعي علومو د مرکز رئيس څېړنپوه شېرعلي تزري د دې مرکز د علمي- تحقیقاتي چارو لنډ ګزارش وړاندې کړ او بيا د تاریخ او اتنوګرافۍ، اقتصاد، ټولنپوهنې او فلسفې، ژورناليزم او حقوقو انستیتوتونو آمرينو او علمي غړو په دې اړه خپل نظريات او وړانديزونه شريک کړل.

د علومو اکاډمي د بشري علومو د برخې مرستیال څېړنپوه دکتور محمد علم اسحق زي له ټولو استادانو څخه د مننې په څرګندولو سره وويل چې په شريکه به د دې مرکز د لا نور پرمختګ او د کارونو د لا ښه والي لپاره هڅې کوي، د دوی نظريات او پيشنهادات به د علومو اکاډمي له مشرتابه سره شريکوي او د حل لارې چارې به ورته مومي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د طبیعت مجلې ۷۶ ګڼه چاپ شوه!

طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي–تخنیکي علومو د معاونیت یوازینۍ علمي–څېړنیزه مجله ده، چې د ۱۳۶۸ هـ.ش. کال راهیسې یې خپرونې پیل کړې دي. دغه مجله په منظم ډول هر درې میاشتې یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

په ښوونیز نظام کې د ارزونې اغېزې او ننګونې

«د علمي څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي، بشري علومو معاونیت اړوند د ارواپوهنې او تربیتي علومو انسټیټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی ثناءالله صالحي خپل علمي – څېړنیز کنفرانس « په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۱:۵۶
Background image

په هند کې د لودیانو د عروج او زوال عوامل

«علمي- څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د پښتو څېړنو نړیوال مرکز علمي غړي څېړنوال ډاکټر عبدالرحمان حبیب زوی د ۱۴۰۴ کال د دلوې په شپږمه نېټه (په هند کې د. . .

BACK TO NEWS