افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۱:۲۸
افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

نن چهارشنبه/ څلورنۍ د ۱۴۰۵ ل کال د سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د (افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز سیمینار د علومو اکاډمي د کنفرانسونو په تالار کې د اسلامي امارت د مسؤلینو، علماء کرامو، محققینو او د پوهنتونونو د استاذانو په حضور کې وړاندې شو.

یاد سیمینار د قرآن کریم د څو مبارک آیتونونو په تلاوت کولو سره پیل شول. په پیل کې د علومو اکاډمي لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي فرید الدین محمود د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ افتتاحیه وینا وکړه. محترم شیخ صاحب وویل: د علومو اکاډمي د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د افغانستان او سیمې په اړه مطالعات کوي، چې افغانستان له سیمې سره څه ډول اړیکه او ارتباط لري، ګاونډیو او د نړۍ نورو هېوادونو سره کوم ډول سیاست ته اړتیا لري او د متوازن سیاست لپاره کوم فرصتونه په لاس کې لري او په دې لاره کې له کومو ننګونو سره مخ کېږي؟

محترم شیخ صاحب په خپله وینا کې وویل: افغانستان له پخوا څخه د متوازن سیاست په برخه کې د پرمختګ هڅه کړې چې په دې لار کې له زیاتو ننګونو سره مخ شوی دی، چې بېلګې یې په لنډ تاریخ کې پرتې دي. په سیاست سربېره د افغانستان ولس هم له مختلفو کړاوونو او ستونزو سره مخ شوی، اوس چې الحمد لله د لویو قربانیو په بدل کې اسلامي نظام په هېواد حاکم شوی، افغانانو ته یې له سیمي او نړۍ سره د سیاسي، اقتصادي او په هره برخه کې فرصتونه برابر کړي چې باید سالمه ګټه ترې واخيستل شي.

وروسته محترم حمد الله فطرت صاحب د رئیس الوزارء پیغام ولوست، په پیغام کې د یاد سیمینار د جوړونې په تړاو د علومو اکاډمي له مشرتابه څخه مننه شوې وه او پکې ویل شوي وو چې : د افغانستان یوه مهمه سرمایه د هغه ستراتیژیک موقعیت دی چې د اسیا د مهمو سیمو د اتصال نقطه ګڼل کېږي، اما دغه موقعیت هغه وخت د هېواد او ولس په ګټه کارول کېدای شي چې د دقیقو څېړنو له لارې فرصتونه او ننګونې تشخیص او په  رڼا کې یې ګامونه واخستل شي. تاسو ته معلومه ده چې د اشغال د پای ته رسېدو او د اسلامي امارت له حاکمیت سره په افغانستان کې سرتاسري امن تامین شوی، د قدرت جزیرې له منځه تللي، مرکزي حاکمیت رامنځته شوی، بهرنی اشغال پای ته رسېدلی، افغانستان په سیاسي، اقتصادي، نظامي او هر لحاظ خپلواک او د خپلې سیاسي ارادې مالک شوی دی. دغه بشپړه خپلواکي موږ ته فرصت راکوي چې د هېواد او ولس په ګټه داسې تصامیم ونیسو چې هېواد مو له ستونزو، یرغلونو او بحرانونو څخه خوندي او د دایمي سولې، ثبات او پرمختګ پر مسیر روان وي. افغانستان په تاریخ کې د تمدنونو، سوداګریزو لارو او کلتوري تعاملاتو مرکز پاتې شوی، نن هم د سیمهییز اتصال، سوداګري، ترانزیټ، انرژۍ او پانګونې په برخه کې پراخ فرصتونه لري. د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاريو د پراختیا او د انرژۍ د لېږد د پروژو پرمختګ کولی شي، افغانستان د سیمهییزې همکارۍ په یو مهم محور بدل کړي.

د علومو اکاډمۍ او نورې علمي ادارې کولی شي د افغانستان او سیمې د اړیکو د لا ښه درک، د فرصتونو د پېژندنې او ننګونو د حل لپاره مهمې علمي څېړنې ترسره کړي، زه تاسو ټولو څخه هیله لرم چې د دغه سیمینار له لارې د افغانستان او سیمې د اړیکو په اړه علمي انکشافات، علمي وړاندیزونه، ګټهورې مشورې او نظرونه وړاندې کړئ، څو زموږ هېواد وکولای شي له شته فرصتونو څخه اعظمي ګټه واخلي.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین محترم ضیاء الدین ایوبي صاحب وینا وکړه، محترم ایوبي صاحب په خپلو خبرو کې وویل: موږ ته الله تعالی زیات فرصتونه او نعمتونو راکړي، چې د دې شکر ادا کول او قدرداني کول پکار دي، ځکه چې الله تعالی فرمايي تاسې زما د نعمتونو شکر ادا کړئ، نو زه به یې درته نور هم زیات کړم، نو که مو شکر ادا کړ دا نعمتونو او فرصتونه به نور هم زیات شي. له نعمتونو څخه مراد همدا فرصتونه دي چې باید سالمه ګټه ترې واخيستل شي. د الله تعالی په نعمتونو کې تر ټولو لوی نعمت او لوی فرصت اسلامي نظام دی چې الله تعالی موږ ته راکړی دی. بل فرصت زموږ او ستاسې ځوانه بشري قوه ده چې له استعدادونو او انرژۍ څخه یې د اسلامي نظام او د مسلمان ولس د خدمت لپاره سالمه ګټه پورته شي. موږ باید د اسلامي امارت د حاکمیت په وسیله له سیمې او نړۍ سره د متوازن سیاست په برخه کې له دې فرصت څخه استفاده وکړو.

ورپسې د اقتصاد وزارت اقتصادي معین محترم عبد اللطیف نظري صاحب وینا وکړه، محترم نظري صاحب وویل: افغانستان په داسې موقعیت کې قرار لري چې هم فرصتونه لري او هم ننګونې، افغانستان د سیمي او نړۍ د بین المللي معاملاتو په برخه کې ډېر مخکښ فرصتونه لري چې پرمټ یې د نړۍ په کچه په یو تجارتي مرکز بدلېدلی شي. افغانستان نه یوازې د سیمې په کچه بلکې د نړۍ په کچه کولی شي چې په بین المللي معاملاتو کې اساسي رول ولوبوي او د منځنۍ اسیا د تجارتي مبادلاتو مرکز جوړ شي.

وروسته د علومو اکاډمي د بشري علومو مرستیال سرمحقق دکتور محمد عالم اسحاقزي وینا وکړه، محترم اسحاقزي صاحب د کنفرانس له ټولو ګډونوالو څخه په یاد کنفرانس کې د ګډون له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه چې هره پروژه چې د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته تېرېږي نو باید موږ یې د اقتصادي ګټې په نظر کې نیولو سره د هېوادوالو لپاره د کاري زمینې برابرولو یوه مهم وسیله هم وګرځوو. د افغانستان اسلامي امارت د اقتصاد محوره او متوازنې پالیسۍ په اساس چې افغانستان په سیمه کې د یو باثباته او پرمختللي هېواد په توګه وځلېږي نو ضروري او لازمي ده چې یوه داسې جامع برنامه ولرو چې ټول اقتصادي او ټولنیز اړخونه په نظر کې ونیول شي او زموږ هېوادوالو ته د کار زمینه په کې هم برابره شي.

د غونډې په پای کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبد السلام حنفي صاحب د یاد سیمینار د جوړولو په تړاو د علومو اکاډمي له مشرتابه څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې موږ باید هر فرصت او هره ننګونه تجزیه او تحلیل کړو، ترڅو وکولای شو چې ننګونې حل کړو او له فرصتونو څخه سالمه ګټه واخلو او په دې اړه لا زیاتو څېړنو ته اړتیا ده چې په دې برخه کې ترسره شي او اړوندو ارګانونو سره شریکې کړای شي. د اسلامي امارت له راتګ وروسته تر ټولو لوی فرصت او لویه لاسته راوړنه امنیت او ثبات دی، د ډول ډول تعصباتو او قوم پرستیو له منځه تلل دي ، چې د افغانستان ټول ولس د اسلامي امارت تر چتر لاندې د وروڼو په څېر ژوند تېروي، دا تر ټولو لویه لاسته راوړنه بلل کېږي. د اسلامي امارت پالیسي دا ده چې د افغانستان خاوره به د سیمې او هېوادونو د بې ثباتۍ لپاره نه کارول کېږي او بل چا ته به هم د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په داخلي سیاست کې لاسوهنه وکړي. ټول هېوادونه په دې برخه کې باید داسې پالیسي ولري چې له نورو هېوادونو سره د سیاست او نظام په برخه کې متقابل احترام ولري، لکه څرنګه چې نه غواړو موږ ته ضرر ونه رسېږي نو باید بل ته هم ضرر ونه رسوو. د افغانستان په شمول د سیمې ټول هېوداونه باید د عدم مداخلې او متقابل احترام په اساس خپلې اړیکې جوړې کړي.

تر دې وروسته د کنفرانس د علمي مقالو د لوستلو برخه پیل شوه چې د کنفرانس د موضوع په تړاو (۲۴) عنوانه علمي- څېړنيزې مقالې رارسېدلې وې چې یو شمېر یې په کنفرانس کې ولوستل شوې چې د افغانستان او سیمې ؛ فرصتونو او ننګونو په بېلابېلو اړخونو روښانه او مفصلې څېړنې په کې ترسره شوې وې.

په پای کې ګډونوالو کنفرانس په مجموع کې مثبت وارزولو او د علومو اکاډمي په تېره بیا د سیمهییزو مطالعاتو مرکز وستایل شو چې دغه ډول کنفرانس يې جوړ او ترسره کړ.

د کنفرانس ګډونوالو په پای کې لاندې پرېکړه‌ليک تصویب کړ:

1.           د افغانستان اسلامي امارت دې خپله بېطرفي او متوازن بهرنی سیاست خوندي وساتي او د ګاونډيو او سیمې هېوادونو د تیریو د بندېدو لپاره سیمه ییز او نړیوال ملاتړ خپل کړي.

2.           د افغانستان اسلامي امارت ته وړاندیز کېږي چې د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره د پاکستان د داخلي بې‌ثباتۍ له احتمالي اقتصادي اغېزو څخه ځان وساتي، د سوداګریزو لارو، ترانزیټي دهلېزونو او نویو بازارونو موندلو ته پاملرنه وکړي.

3.           اسلامي امارت ته وړاندیز کېږي چې د افغانستان لارې د چین او ایران په ګډون د سیمې د نورو هېوادونو د نښلېدو لپاره د هېواد په هر اړوند ولایت کې د ترانسپورټي زیربناوو لکه رېل پټلیو، حلقوي سړکونو او په غرنیو سیمو کې د تونلونو جوړولو ته لا ډېر پام وکړي، دغه راز اسلامي امارت دې د واخان دهلېز او پنځو هېوادونو د اوسپنې رېل پټلۍ دهلېز په څېر پروژو لپاره د نړۍ او سیمې له مهمو هېوادونو سره د رغنده تعامل له لارې مالي سرچینې پیدا کړي، تر څو ژر پلې شي.

4.           د افغانستان اسلامي امارت باید د ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، تاجکستان او قرغزستان سره د سوداګرۍ پراختیا ته لومړیتوب ورکړي؛ پورته هېوادونه، د انرژۍ پراخه زېرمې، پرېمانه او د اړتیا وړ زراعتي محصولات (په ځانګړي توګه قزاقستان غنم او اوړه) لري. د بل لوري افغانستان یادو توکو ته اړتیا لري، نو له یادو هېوادونو څخه د انرژۍ (برېښنا، ګاز او تېل)، خوراکي توکو واردول د افغانستان لپاره یو ښه فرصت دی، چې ارزانه، په لږ وخت کې او له نږدې واټن څخه یې پېرلی شو او د لېږد لګښت یې هم کم دی.

5.           دا چې افغانستان د خوړو په برخه کې د تل لپاره پر ګاونډیو هېوادونو متکي نه وي، بلکې کوردننه میکانیزه زراعت او اوبو لګولو پر مختللي سیستمونو رامنځته کولو، بزګرانو ته اصلاح شویو تخمونو ورکولو سره هېواد پر کورنیو زراعتي محصولاتو بسیا کړي.

6.           د تورغونډۍ بندر د افغانستان د لویدیځ دروازه ده، همدارنګه دا بندر د لاجوردو کورېډور یوه مهمه برخه ده، نو اړینه ده چې دغه بندر عصري کړي او ټول سهولتونه سوداګرو ته برابر کړي.

7.           اسلامي امارت دې د کانونو، انرژۍ او ترانزیټي پروژو د عملي کولو لپاره واضح حقوقي او قراردادي چوکاټونه رامنځته کړي، ترڅو  سیمهییز پانګوال د اوږد مهاله پانګونې باور تر لاسه کړي.

8.           د افغانستان د سیمهییزې پالیسۍ په چوکاټ کې د اوبو دیپلوماسي تنظیمول او د بهرنیو چارو وزارت او انرژۍ اوبو وزارت په چوکاټ کې د اوبو د پالیسۍ په برخه کې د تخنیکي متخصصینو روزنه، همدارنګه د ګاونډیو هېوادونو سره د اوبو اړوندو چارو ننګونو د حل لپاره د یو تخنیکي او فني میکانیزم رامنځته کول.

9.           علومو اکاډمي ته وړاندیز کېږي چې د سرحدي اوبو په اړه د نړیوالو اصولو مجموعه چې د نړیوالو اسنادو ټولې برخې په کې شاملې دي، د ژباړې مرکز له لارې ملي ژبو ته وژباړل شي او چاپ شي او د بېلابېلو سکتورونو او علمي مراجعو په واک کې ورکړل شي.

یاد سیمینار له مثبتې ارزیابۍ وروسته په دعائیې سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۲۱:۲۸
Background image

افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې

نن چهارشنبه/ څلورنۍ د ۱۴۰۵ ل کال د سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز په نوښت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۲۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

BACK TO NEWS