د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د سلواغې او کب مياشتې ګڼې چاپ شوې
د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند هغه علمي خپرنيز ارګان دی چې له نن څخه اته اتيا کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی دی. دمګړۍ د دې ارګان درېيمه خپرنيزه لړۍ روانه ده. په دې جريده کې ادبي، ژبني، فرهنګي مطالب او مقالې خپرېږي چې د اکاډمۍ د استادانو تر څنګ په کې د پوهنتونونو د استادانو، زده کړيالانو او همدا ډول په هېواد او نړۍ کې د نورو څېړونکو مقالې ځای لري. د روان (۱۴۰۴ل) کال د سلواغې او کب مياشتو په ګڼو کې د خپرو شوو مقالو ليکلړ په لاندې ډول راوړو.
د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د سلواغې او کب مياشتو په ګڼو کې چاپ شوې مقالې:
۱. د مرزا خان انصاري په شعرونو کې د معنوي زېږېدنې نظريه (۱) برخه / پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي
۲. پښتو ژبه او ادب (۲) برخه / پروفيسور محمد نواز طاير؛ ژباړن: محمد الله ساپی
۳. د ديکلمې هنر / پوهندوی ګل رحمن رحماني
۴. د ويرنې تاريخي شاليد او قنبرعلي خان (۲) برخه / کانديد اکاډميسين ميرحسين شاه؛ ژباړن: څېړندوی بشرمل زرغون
۵. په اسلام کې د شعر ارزښت او ګټه/ څېړندوی محمد طاهر شرر ساپی
۶. شخصيت پېژندنه / دوکتور محب وزير
۷. "پښتو هنري نثر" اثر ته کتنه/ څېړنپوه عبدالرحيم بختانی خدمتګار
۸. د مرزا خان انصاري په شعرونو کې د معنوي زېږېدنې نظريه (۲) برخه / پوهندوی دوکتور سيد اصغر هاشمي
۹. پښتو ژبه او ادب (۳) برخه / پروفيسور محمد نواز طاير؛ ژباړن: محمد الله ساپی
۱۰. پښتو ادبي دورې او څه وړانديزونه / دوکتور محب وزير
۱۱. د ويرنې تاريخي شاليد او قنبرعلي خان (۳) برخه / کانديد اکاډميسين ميرحسين شاه؛ ژباړن: څېړندوی بشرمل زرغون
۱۱. تسنيم او تاناتوس / پوهندوی ګل رحمن رحماني
۱۳. يوه فلسفه دوه بيته / څېړندوی محمد طاهر شرر ساپی
۱۴. "په افغانستان کې روسي کلاسيک ادبيات" اثر ته کتنه/ څېړنپوه عبدالرحيم بختانی خدمتګار
يادونه:
د يادې جريدې دا ګڼې تاسو په بشپړ ډول له لاندې تړوني (لينک) څخه لوستلای او ښکته (ډاونلوډ) کولای شئ.
https://asa.gov.af/dr/zairy_journal
تاسو کولای شئ چې دا ګڼې د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست اړوند څخه تر لاسه کړئ.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹
