د طبیعت مجلې ۷۶ ګڼه چاپ شوه!

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۲:۲۷
د طبیعت مجلې ۷۶ ګڼه چاپ شوه!

طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي–تخنیکي علومو د معاونیت یوازینۍ علمي–څېړنیزه مجله ده، چې د ۱۳۶۸ هـ.ش. کال راهیسې یې خپرونې پیل کړې دي. دغه مجله په منظم ډول هر درې میاشتې یو ځل خپرېږي او له پیل راهیسې پکې د طبیعي علومو د بېلابېلو څانګو لکه ریاضي، فزیک، انجنیري، برېښنا او انرژي، ټکنالوژي، کیمیا، بیولوژي، طب، زراعت، جیولوژي، طبیعي جغرافیه، هایدروـمېتیورولوژي او نورو اړوندو برخو علمي–څېړنیزې مقالې د خپرېدو لپاره وړاندې کېږي.

تر اوسه پورې د دې مجلې ۷۶ ګڼې چاپ او خپرې شوې دي. دا مهال د طبیعت مجلې ۷۶مه ګڼه د چاپ په ښکلي او معیاري بڼه چمتو شوې ده، چې ۱۵۰ مخونه لري. د یادونې وړ ده چې په دې ګڼه کې ۱۰ علمي–څېړنیزې مقالې خپرې شوې دی.

دغه ګڼه د مسوول مدیر ښاغلي محمد اسماعیل آغا تر مدیریت لاندې او د الیاس عمر فرهمند په اهتمام د خپرېدو لپاره چمتو او چاپ ته وسپارل شوه. د چاپ شوو مقالو سرلیکونه او د هغو د لیکوالانو نومونه په لاندې ډول وړاندې کېږي:

•  تحلیل و بررسی خصوصیات گرانات‌ها در میکا شیست و اهمیت تکتونیکی آن در فارمیشن ولایتی بلاک کابل.

نویسنده: معاون سرمحقق دکتور احمد امید افضلی.

د مرکزي زون په اقليمي شرایطو کې د روميانو د جرم پلازم د ځينو ډولونو د حاصل او توافق پرتلیزه څېړنه.

لیکوال: څېړنوال دکتور شاهدالله ساپی..

تحلیل نحوه مدیریت فاضلاب‌های ناشی از موترشویی ها در شهر کابل.

نویسنده: پوهنوال محمد واثق حسینی.

د غوري سمنټو د کيمياوي او فزيکي پارامترونو تحليل او څېړل.

لیکوال: څېړندوی عمران لايق.

د کابل په اقلیمي شرایطو کې د کرم د کښت د مناسب وخت ټاکل.

لیکوال: څېړنیار محمد منیر نظیري.

بررسی کاربرد برخی از مودل های غیرخطی در تحلیل رشد بازار.

نویسنده: محقق آمنه بارکزی.

کاربرد معادلات دیفرانسیل کسری خطی با مشتق کاپوتو در فزیک میخانیک.

 نویسنده: محقق خورشید انور نیازی.

  • د جي آی اس او ریموټ سنسنګ په کارونه له 1990تر 2015. ز. کلونو د آمو په سیندیزه حوزه کې د یخچالي جهیلونو څېړنه.

څېړندوی عبدالبشیر امرخیل.

  • بررسی اهمیت اقتصادی دریای کنر.

معاون محقق ولی احمد نوری.

  • مرور توصیفی- تحلیلی عوامل، وقایه، تشخیص و تداوی خشکی دهن  .(Xerostomia) 

معاون محقق داکتر حجت الله موحد.

یاده مجله په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلې او ډاونلوډ کولاې شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2026-01/Tabiat%20quarterly%20journal%20no.%203%20Year%201404.pdf

تاسې کولای شئ چې یاده ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د زېږندې - اوړونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

شمارۀ 166 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به چاپ رسید

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

BACK TO NEWS