بانکي ضمانت لیکونه او فقهي تکییف یې

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۸:۷
بانکي ضمانت لیکونه او فقهي تکییف یې


نن  دوه‌نۍ/دوشنبه د ۱۴۰۴ کال د سلواغې د میاشتې په شپږمه نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو د معاونیت په دفتر کې د اسلامي بانکوالۍ او معاصرو مسایلو څېړنیز مرکز علمي غړي او د تجارتي معاملاتو څېړنیز دیپارتمنت آمر مفتي محمد طاهر لاروي صافي د " بانکي ضمانت لیکونه او فقهي تکییف یې" تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس د استاذانو او څېړونکو په حضور کې وړاندې کړ،
ښاغلي لاروي وویل، د معاصرو معاملاتو یوه مهمه برخه بانکي ضمانت لیکونه جوړوي ځکه چې په نړیواله سوداګرۍ، د مال یا خدمت د پېرېدونکي لپاره د پلورونکي یا د خدمت د وړاندې کونکي د تخنیکي، مسلکي او مالي وړتیاوو کره ارزونه ډېری وخت اسانه نه وي، همدا رنګه د قرارداد د تطبیق پرمهال یا د هغه تر انعقاد یا د باورلیک تر پرانستلو وروسته هم دا احتمال شته چې پلورونکی له خپلو قراردادي مکلفیتونو سرغړونه وکړي، له همدې امله پېرېدونکی له پلورونکي د تعهداتو د دقیق اجرا د تضمین لپاره له هغه څخه د مناسب بانکي ضمانت لیک غوښتنه کوي.
ښاغلي لاروي صاحب د بانکي ضمانت لیک د مفهوم په بیانولو سره وویل چې بانکي ضمانت لیک (خطاب الضمان)  یا (Bank Guarantee) هغه لیکلی تعهد دی چې بانک یې د خپل
مشتري(Applicant) په غوښتنه صادروي، او په هغه کې بانک ژمنه کوي چې که یاد مشتری (مکفول)
خپل قراردادي تعهدات ترسره نه کړي، نو بانک به د ضامن (Guarantor) په توګه؛ د ضمانت ټاکلی
مبلغ مستفید/ذینفع (Beneficiary) ته بې قید او شرطه ورکړي.
لاروي صاحب بیا د بانکي ضمانت لیک اړوند اطراف شرح کړل چې له لاندې درې اړخونو څخه عبارت دي:
۱- د ضمانت لیک غوښتونکی ( Applicant)
۲- ضامن بانک (Guarantor)
۳- ذینفع/ مستفید ( Beneficiary)
چې ځیني وخت د متقابل ضمانت لیک صادرونکي بانک (Counter Guarantor)  ته هم پکې ضرورت پېښېږي.
ښاغلي لاروي د بانکي ضمانت لیکونو لاندې ډولونه ذکر او شرحه کړل:
۱- د داوطلبۍ یا "ابتدایي" ضمانت لیک ( Auction/ Tender ( Bid) Bond/ Guarantee)
۲- د کار په سمه توګه ترسره کولو ضمانت لیک  ( Performance Bond/ (Guarantee
۳- د مخکې اداینې ضمانت لیک ( Advance Payment Guarantee)
۴- د تضمیني کسر شویو پیسو د استرداد ضمانت لیک ( Retention Mony Guarantee)
۵- د ساتنې( صیانت) ضمانت لیک( Maintenance Guarantee)
۶- ګمرکي ضمانت لیک ( Customs  Guarantee) 
۷- د باروړلو ضمانت لیک ( Shipping Guarantee) .
ْد بانکي ضمانت لیکونو د فقهي تکییف په هکله لاروي صاحب روښانه کړه چې د بانک او مستفید/ ذینفع ترمنځ تل یواځې د "کفیل" او "مکفول له" اړیکه وي او د بانک او د مکفول  یا ضمانت لیک غوښتونکي( Applicant) ترمنځ کله د کفیل او مکفول، کله د وکیل او موکل او کله دواړه ډوله اړیکه شتون لري، چې عموما د ضمانت د پوره پوښښ، نیمه پوښښ او بې پوښښه کېدلو له مخې سره توپیر کوي.
لاروي صاحب د ضمانتونو د شرعي حکم په هکله وویل چې ضمانتونه تبرعي او روا عقدونه دي چې د نورو توثیقي عقدونو په څېر کله د وجوب، کله د ندب او کله د منع احکام خپلوي.
د ضمانت په بدل کې د عوض غوښتل ناروا دي ځکه چې شرعا دا یو تبرعي عقد دی، البته د اسنادو د څېړنې، د اداري او حسابي چارو، د تعقیب او تمدید او داسې نور فیسونه د حقیقي مصارفو په شکل کې ترلاسه کړلی شي.
همداراز په کوم صورت کې چې بانک د مشتري وکیل واقع شوی وي په هغه صورت کې بیا د وکالت فیس هم اخیستلی شي، 
بانک سره د ضمانت د پوښښ په نامه ترلاسه شوې پیسې د ودیعې حکم لري چې بانک یې پخپله ګټه پانګونه نشي کولی او که بانک یې پانګونه وغواړي نو د مضاربت یا د قرض حسنه په حساب کې یې باید جمع کړي. 
په آخر کې لاروي صاحب روښانه کړه چې که قرار دادي( Applicant ) د تعهد په عملي کولو کې پاتې راشي نو مکفول له( Beneficiary) یا بانک ( Guarantor) یواځې د حقیقي ثابت تاوان اخیستلو حق لري.
د کنفرانس په پای کې د معمول سره سم د څېړنې پایله وړاندې او د څېړونکو، پوهانو او استاذانو پوښتنو ته وړ او قانع کونکي ځوابونه ورکړل شو.

Documents

Bank guarantee letters and their juristic fiqh classification.pdf