په معاصر دوران کې د سندهـ د پښتنو فرهنګي هڅې

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۲:۵۲
څېړنوال رحمت الله هوتک

د پښتو څېړنو بین المللي مرکز غړي څېړنوال رحمت الله هوتک (په معاصر دوران کې د سندهـ د پښتنو فرهنګي هڅې) تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیزه پروژه دفاع کړه. څېړونکي په لومړي سر کې د موضوع پر ارزښت او مبرمیت خبرې وکړې. وروسته یې په ترتیب سره لومړی د موضوع پر (شالید) ورپسې یې د هند نیمې وچې له وېش (۱۹۴۷م) وروسته د سندهـ لویو ښارونو: کراچۍ او حیدرآباد ته د پښتنو د ورتګ پر بېلابېلو عواملو او د همدې بحث په وروستۍ برخه کې یې د دوو پوښتنو (آیا سندهـ مېشتو پښتنو خپل فرهنګي ارزښتونه او فولکلور ساتلی؟ او آیا د سندهـي وګړو د فرهنګ او فولکلور اغېزې پرې واردې دي او که څنګه؟) په رڼا کې یادو پوښتنو ته د ځواب په توګه ګټور معلومات وړاندې کړل. د سندهـ مېشتو پښتنو د فرهنګي فعالیتونو پر پیل او د یادو فعالیتونو دودې پر بېلابېلو مراحلو یې هم بحث وکړ او دا یې وښوده چې د انفرادي فعالیتونو ترڅنګ دا مهال په سندهـ کې په بېلابېلو نومونو لسګونه ټولنې او ادبي تنظیمونه جوړ شوي، چې یو شمېر نامتو فرهنګیان یې هم غړیتوب لري. په یادو فرهنګیانو کې ځینې یې داسې دي، چې له آثارو یې آن په علمي او اکاډمیکو بنسټونو کې د تحقیق او تدریس پر مهال ګټه اخیستل کېږي او ځینې بیا داسې دي، چې د هغوی پر ژوند او پنځونو د اکاډمیکو بنسټونو له لوري د ماسټرۍ او پی ایچ ډي تیزسونه لیکل کېږي او یو شمېر نور بیا د سیاسي او اکاډمیکو بنسټونو او آن د هېوادونو د مشرانو له خوا په علمي او فرهنګي ډالیو هم نازول شوي دي.

څېړونکي په پایله کې دا وښوده، چې سندهـ په تېره بیا کراچۍ په لنډه موده کې د لسګونو فعالو ادبي جرګو، لسګونو لیکوالو، ژورنالیستانو، هنرمندانو او سلګونو شاعرانو په لرلو سره د پښتو ادبیاتو د یوې فعالې حوزې حیثیت غوره کړی او دایې حق و، چې د هغوی پر فرهنګي هڅو دې علمي پروژه ولیکل شي، ترڅو له یوې خوا مینه وال ورسره اشنا او له بلې خوا د نورو څېړنو لپاره لاره هواره کړي.

په وروستۍ برخه کې د پوهانو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې او په پای کې د ارزونې کمېسیون له خوا یاده دفاعیه مثبته وارزول شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د کابل مجلې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍګڼه چاپ شوه

کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت پښتو ادبیاتو ته ځانګړې شوې مجله ده چې تازه یې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍ ګڼه چاپ شوه. کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د زېږندې - اوړونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

شمارۀ 166 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به چاپ رسید

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد.

BACK TO NEWS