د زېري جریدې نوې ګڼې چاپ شوې

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۲ - ۱۱:۴۴
د زېري جریدې نوې ګڼې چاپ شوې

زېری جریده؛ د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت علمي- څېړنیزه پنځلس ورځنۍ خپرونه ده چې په ۱۳۱۶ل کال کې تأسیس شوې ده او تر ننه پورې دوام لري او د خپلو هېوادوالو د خدمت لپاره خپرېږي.
زېری جریده چې څه د پاسه اته لسیزې یې د پښتو ژبې او ادب پالنه کړې او په خپله لمن کې یې د ژبې، ادب او ټولنې په بېلابېلو مسایلو د لیکوالو مقالې، لیکنې، پنځونې او ژباړې خپرې کړې دي، له نېکه‌مرغه دغې جریدې تر اوسه د خپلو مینه‌والو لپاره د ژبې او ادب په برخه کې خپل رسالت جاري ساتلی او لیکنې خپروي. 
د نوې ټکنالوژۍ له ګړندۍ پرمختیا سره زېری جریده خپلې ګڼې د خپلو مینه‌والو لپاره په انلاین ډول هم خپروي، تاسو کولای شئ د زېري جریدې نوې چاپ شوې ګڼې د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست څخه ترلاسه کړئ او د دې ترڅنګ یادې ګڼې له لاندې تړوني [لینک] څخه هم ښکته‌کولای شئ:  
https://asa.gov.af/index.php/ps/zairy_journal?page=0
درانه لیکوال او شاعران کولی شي خپلې لنډې څېړنیزې لیکنې، او پنځونې په زېري جریدې کې د خپرېدو لپاره په لاندې برېښنالیک را واستوي: 
zerai1316@gmail.com

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د کابل مجلې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍګڼه چاپ شوه

کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت پښتو ادبیاتو ته ځانګړې شوې مجله ده چې تازه یې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍ ګڼه چاپ شوه. کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د زېږندې - اوړونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

شمارۀ 166 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به چاپ رسید

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد.

BACK TO NEWS