د «بیانات افغاني» خطي نسخې پېژندنه او شننه

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۱۴ - ۱۲:۵۵
څېړنوال محمد اصف احمدزی

«علمي- تحقیقي کنفرانس»
د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړي څېړنوال محمد اصف احمدزی «د (بیانات افغاني) خطي نسخې پېژندنه او شننه» په نوم علمي- تحقیقي کنفرانس د ۱۴۰۱هـ. ش کال د لړم په ۱۴مه نېټه د پوهانو او استادانو په حضور کې وړاندې کړ.
څېړونکي وویل، دا يوه خطي نسخه ده چې د يوولسمې او دولسمې پېړۍ د لسګونو شاعرانو او ليکوالانو نظمونه او نثرونه په کې خوندي دي، د راټولېدو وخت يې (۱۱۴۲هـ. ق) کال دی، يعني له نن (1444هـ. ق) څخه (۳۰۲) کاله مخکينۍ نسخه او د دولسمې هجري قمري پېړۍ اړوند ادبي سند دی.
مُدَوَن يې ملا عبدالغني کاسي دی. په دوو ټوکونو کې ترتیب شوی،چې لومړۍ برخه يې منظومه ده اودوهمه برخه شعرونه او لرغوني نثرونه دي.
څېړونکي د پايلې په توګه څرګنده کړه چې:
- «بیانات افغاني» لکه د پټې خزانې په څېر د څه باندې درېيو پېړېو وړاندې اثر دی چې ډېر تاريخي قدامت لري.
- د پښتو ادب بډايه ليکنۍ زېرمه په کې پرته ده چې د دوهمې ادبي دورې مواد پرې لا ډېر غني کېدای شي، خاصتاً د يوولسمې او لږ د دولسمې پېړۍ د شاعرانو، ناظمانو او ليکوالو آثار په کې خوندي دي.
- د ديني ادب پراخه زېرمه په کې موجوده ده چې د ديني ادب په څېړنه کې ترې کار اخیستل کېدای شي.
- د ۳۱ معلومو او ۳۶ نامعلومو ويناوالو او ليکوالو مطالب په کې شامل دي.
نوموړي وړانديز وکړ چې د دغه اثر متن دې استخراج او خپور شي. دغه راز دې زموږ د پخوانيو لرغونو آثارو د ليکدود څېړنه او ارزونه وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د طبیعت مجلې ۷۶ ګڼه چاپ شوه!

طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي–تخنیکي علومو د معاونیت یوازینۍ علمي–څېړنیزه مجله ده، چې د ۱۳۶۸ هـ.ش. کال راهیسې یې خپرونې پیل کړې دي. دغه مجله په منظم ډول هر درې میاشتې یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

په ښوونیز نظام کې د ارزونې اغېزې او ننګونې

«د علمي څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي، بشري علومو معاونیت اړوند د ارواپوهنې او تربیتي علومو انسټیټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی ثناءالله صالحي خپل علمي – څېړنیز کنفرانس « په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۱:۵۶
Background image

په هند کې د لودیانو د عروج او زوال عوامل

«علمي- څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د پښتو څېړنو نړیوال مرکز علمي غړي څېړنوال ډاکټر عبدالرحمان حبیب زوی د ۱۴۰۴ کال د دلوې په شپږمه نېټه (په هند کې د. . .

BACK TO NEWS