د کابل مجلې تازه ګڼه چاپ شوه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۳ - ۱۳:۲۱
د کابل مجلې تازه ګڼه چاپ شوه

کابل مجله یوه علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې

 د ژبني، ادبي او فولکلوري موضوعاتو په اړه د بېلابېلو لیکوالو مقالې په کې نشرېږي. دغه مجله په کال کې څلور ګڼې خپرېږي چې دا دی د ۱۴۰۰ لمریز کال ۳ – ۴مه ګڼه چې په ۱۴۰۰ لمریز کال کې یې د چاپ او خپراوي تمه کېدله، خو په هېواد کې د سیاسي تحولاتو او ځينو نورو ملاحظاتو له کبله ځنډېدلې وه؛ د ا.ا له راتګ سره تر بیا کتنې وروسته چاپ او خپره شوه. په دغه ګڼو کې لاندې مقالې چاپ شوې دي:

۱. د ژبې د اصولو له مخې کوم یو سم دی؟ «مثلاً» که «مثلن»؟/ څېړنوال محمد اصف احمدزی

۲. د سویلي پښتونخوا په لنډه کیسه کې د عصري حالاتو څرک/ څېړنوال سید نظیم سیدي

۳. د علمي ــ څېړنيزې  مقالې د ليکنې لارې چارې  او ځانګړتياوې/ څېړنپوه محمد نبي صلاحي

۴. ابهام او لوستونکی/ پوهنمل ګل رحمن رحماني

۵. په پښتونخوا کې د ولسي ادب د تر سره شوي کار لنډ جاج/ څېړنوال دکتور عبدالاحد منګل

۶. په سويلي پښتونخوا کې د شعري نقد جاج/ پوهنوال دکتور اجمل ښکلی

۷. پښتو غږیز تکتیک او غږیز محدودیتونه/ پوهنمل محمد عثمان څولیزی

۸. د معياري سيند د تدوين اړتيا او ځينې لارې چارې/ څېړنپوه عبدالقیوم مشواڼی

۹. د ستر عارف سید اخوند موسی بټي کوټي ژوند او کرامتونه/ پوهنمل رحمن الله قانع

۱۰. ټولنيزه کره کتنه او ټولنيز حساسيتونه/ څېړندوی فضل الرحمن علیزی

۱۱. د شلګر سيمې د ښادۍ په سندرو کې د ښځینه .../ پوهنیار نقیب الله خانیخېل

۱۲. د کاظم خان شيدا مذهبي شاعرۍ ته لنډه کتنه/ پوهنیار سید غلام محمد هاشمي

۱۳. د فولکلور ټولونې اهمیت، ستونزې او حل لارې/ څېړنیار یاسر پاچا

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۱:۲۲
Background image

«پښتو کیسه ییز ادبیات» د مقالو ټولګه چاپ شوه

زېری د هېواد له پخوانيو خپرونو څخه ده چې په ۱۳۱۶ل کال کې تأسيس شوې او تر دې دمه يې نږدې نهه لسيزې (۱۳۱۶- ۱۴۰۴ل) د پښتو ژبې، ادب او فرهنګ په برخه کې نه ستړي کېدونکي زيارونه ګاللي دي. په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۵۷
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د سلواغې او کب مياشتې ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند هغه علمي خپرنيز ارګان دی چې له نن څخه اته اتيا کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی دی. دمګړۍ د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

BACK TO NEWS