د علومو اکاډمي او کندهار پوهنتون ترمنځ د ګډې همکارۍ هوکړه‌ لیک لاسلیک شو

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۱۳:۵۴
د علومو اکاډمي او کندهار پوهنتون ترمنځ د ګډې همکارۍ هوکړه‌ لیک لاسلیک شو

د افغانستان د علومو اکاډمي او د کندهار پوهنتون ترمنځ د ګډې همکارۍ هوکړه لیک د علومو اکاډمي د عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب او د کندهار پوهنتون رئیس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق له خوا د زمري میاشتې په ۱۱مه د دوشنبې په ورځ لاسلیک شو.

د علومو اکاډمي عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب په دې ناسته کې وویل، دواړه لوري ژمن دي چې په اوږدمهالو او لنډمهالو تحصیلي پروګرامونو کې به له علمي کادرونو او استادانو څخه د هغوی په اړوند څانګو کې له یو بل سره همکاري کوي.

ده زیاته کړه، دواړه لوري کولای شي د خپلو علمي کادرونو د علمي رسالو د بشپړولو او تدوینولو په برخه کې له یو بل سره همکاري وکړي. دغه راز دواړه خواوې به د ګډو علمي کنفرانسونو، سیمینارونو، سمپوزیمونو او ورکشاپونو د ترسره کولو له لارې هڅه کوي چې د اړوند لورو د اطلاعاتو، پوهې او تجربو د لېږد او رالېږد زمینه لا پراخه شي.

د کندهار پوهنتون رئیس پوهاند ډاکټر عبدالواحد وثیق وویل، په علومو اکاډمۍ کې به د کندهار پوهنتون د علمي کادرونو او کارکوونکو غوښتنو او اړتیاوو ته په پام سره هغوی ته د ظرفیت لوړونې ځانګړې پروګرامونه برابر شي.

د هغه په وينا، د کندهار پوهنتون به هڅه کوي چې د خپلو نړيوالو همکارو بنسټونو له لارې د علومو اکاډمي علمي کادرونو او کارکوونکو ته له هېواده بهر تحصيلي فرصتونه برابر کړي. دغه راز د کندهار پوهنتون به هڅه کوي په نړيوالو ناستو او ټولنو کې د علومو اکاډمي ملاتړ وکړي او دې اکاډمي ته د مرستو جذبولو زمينه برابره کړي.

د ويلو ده چې په ياد شوي هوکړه ليک کې راغلي چې د افغانستان د علومو اکاډمي په هېواد کې د یوې تر ټولو سترې علمي- څېړنیزې مرجع په توګه او د کندهار پوهنتون په افغانستان کې د مسلکي کادرونو د روزنې په برخه کې د یوې پرمختللې علمي او تحصیلي ادارې په توګه؛ د هېواد د اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو احکامو ته په پاملرنې سره (په ځانګړې توګه علمي – فرهنګي قوانین)، د علمي – څېړنیزو او تحصیلي همکاریو د زیاتوالي، د دوامداره کاري اړیکو د پراختیا او د ګډو علمي موخو پوره کولو، د مناسبو څېړنو او اکاډمیکو شرایطو چمتووالي او د علمي – څېړنیزو فعالیتونو د کیفیت د لوړولو په موخه دا هوکړه ليک چمتو کړی چې دواړه لوري به يې په پلي کولو کې پوره پوره او کوښښ کوي.

بايد وويل شي چې په دې ناسته کې د علومو اکاډمي علمي مرستيال څېړنوال دکتور رفیع الله نیازي، د بشري علومو د برخې مرستیال څېړنپوه دکتور محمد علم اسحاقزي، د اطلاعاتو او عامه اړیکو سرپرست رئیس څېړنوال محمد اصف احمدزی او د فرهنګي اړیکو رئیس سید حمیدالله موسویان هم ګډون درلود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۵۸
Background image

بررسی برنامه های تربیتی مریدان از دیدگاه امام شاه ولی الله دهلوی رحمه الله

معاون سر محقق محمد نذیر محمدی آمر دیپارتمنت تصوف مرکز عقیده و ثقافت معاونیت علوم اسلامی اکادمي علوم افغانستان کنفرانس علمی – تحقیقی خویش را تحت عنوان (بررسی برنامه های تربیتی مریدان از. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

« بهر ته د درملنې په موخه د ناروغانو د تګ د عمده لاملونو څېړنه» د علمي - څېړنیز سیمینار د مقالو ټولګه چاپ شوه

دغه ټولګه « بهر ته د درملنې په موخه د ناروغانو د تګ د عمده لاملونو څېړنه» تر سرلیک لاندې د علمي ـ څېړنیز سیمینار د مقالو ټولګه ده چې یاد سیمینار د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۰
Background image

پر کابل د پاکستان د هوایي تېري ارزونه او د افغانستان پر سیمه ییزو تعاملونو یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو د انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیاد بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې. . .

BACK TO NEWS