ارواښاد پوهاند رسول باوري ته په کابل کې د احترام مراسم په څلور سوه بستريز روغتون کې تر سره شول

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۳ - ۱۲:۴۰
ارواښاد پوهاند رسول باوري ته په کابل کې د احترام مراسم په څلور سوه بستريز روغتون کې تر سره شول

نن له غرمې وروسته دارواښاد پوهاند رسول باوري جنازې ته د احترام وروستي مراسم په کابل کې تر سره شو ، په دې مراسمو کې د چارو ادارې منسوبينو ، د افغانستان د علومو اکاډمي رئيس او معاونينو ،د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ، معاونينو او منسوبينو ، د ولسمشر فرهنګي او علمي برخو سلاکارانو، د لوړو زده کړو وزارت منسوبينو، د علومو اکاډمۍ او پوهنتونونو استادانو او يو شمير دولتي مشرانو ، فرهنګيانو او فرهنګپالو ګډون کړی و، جنازه څلور بجې د کندهار په لور رخصت شوه، چې سبا به د کندهار پوهنتون په انګړ کې د کندهار د مشاهيرو په هديره کې خاورو ته وسپارل شي، د پوهاند باوري اروا دې ښاده وي ، جنتونه دې ځای شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۲۶
Background image

د تحقیقات کوشاني علمي-څېړنیزې مجلې نوې ګڼه (پرله پسې ۳۵مه) چاپ شوه!

تحقیقات کوشاني؛ د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو اړوند کوشاني څېړنو نړیوال مرکز هغه علمي- څېړنیزه مجله ده چې په ۱۳۵۷لمریز کال کې د نوموړي مرکز له لوري تأسیس شوې ده؛ او اوس مهال. . .

BACK TO NEWS