په پښتو کې د ځینو دخیلو عربي کلمو د تلفظ او معنا د سمون ستونزه

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱ - ۱۱:۵۴
وجیه الله شپون

علمي- څېړنیز کنفرانس

په ۳۰/ ۸/ ۱۴۰۱نېټه د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو انستیتوت علمي غړي او د علومواکاډمي د دایرةالمعارف مرکز رئیس ښاغلي څېړنوال وجیه الله شپون د څېړنپوه علمي رتبې ته  د ترفيع لپاره د «په پښتو کې د ځینو دخیلو عربي کلمو د تلفظ او معنا د سمون ستونزه» تر سرلیک لاندې علمي- څېړنیز کنفرانس د علومواکاډمي د بشري علومو د برخې د محترم معاونیت په دفتر کې د ژبو او ادبیاتو مرکز  او نورو اهل مسلک درنو پوهانو په محضر کې وړاندې کړ.

ښاغلي شپون د موضوع د مبرمیت په اړه وویل: دا یوه منلې خبره ده چې د مختلفو دلایلو او عواملو له کبله ځینې ژبې پر نورو ژبو اغېزې کوي. په پښتو ژبه  باندې هم د عربي ژبې اغېزې جوتې دي  او په پښتو کې هم ډېرې  دخیلې عربي کلمې کارول کیږي چې د دخیل والي اساس او لامل يې له سوونو کالو راهیسې زموږ د ټولنې اعتقادي ارزښتونه او د اسلام د مقدس دین د نصوصو  او  احکامو منل او تنفیذ دی. که څه هم د اسلام د مبین دین له راتګه وروسته پښتو ژبې ډېرې عربي کلمې خپلې کړي چې ځینې مفغنې شوي او ځینې په خپل حال پاتې دي، که په ټولو دخیلو کلمو خبرې وکړو نو کتاب ترې جوړېدای شي، نو ځکه مې د موضوع د نه اوږدېدو په خاطر هغه کلمې وڅېړلې چې  په ورځنیو خبرو کې زیاتې کارول  کیږي  او ځینې خلک  يې سمې نه تلفظ کوي. البته د یادونې وړ ده  دغه کلمې مې له ډېر وخت راهیسې وخت په وخت د خلکو له خولې یادداشت کړې وې او په مختلفو قاموسونو کې مې کتلي او سم تلفظ او معناوې مې  اوډلې او تنظیم کړې دي.

 دا چې په پښتو کې د دغو دخیلو کلمو اِعراب (حرکات یا زور، زېر، پېښ) په لیک کې نه راځي، نو  زیاتره د متن په لوستلو یا شفاهي خبرو کې تېروتنې رامنځ ته کیږي او له دغو کلمو څخه ځينې يې په خلکو کې ناسمې مشهورې شوې دي چې په دري کې ورته غلط مشهور وايي. کله کله د دغو کلمو ناسم تلفظ د کلمې مطلوبه معنا  سرچپه کوي او یا يې بدلوي. دغو تلفظي ستونزو ته په پامنیوي مې پر دې موضوع د یو کنفرانس د وړاندې کولو تکل وکړ چې له درنو پوهانو سره يې شریک کړم.

ښاغلي شپون دغه دخیلې کلمې په لاندې درېوو برخو باندې وېشلې او تنظیم کړې وې چې په کنفرانس کې يې ورباندې بحث وکړ:

الف- هغه دخیلې عربي کلمې  چې ناسم تلفظ يې ضد یا پرعکس معنا ورکوي.

ب- هغه دخیلې عربي کلمې چې ناسم تلفظ يې د مطلوبې کلمې معنا بدلوي.

 ج- هغه دخیلې عربي کلمې چې ناسم تلفظ يې د کلمې مطلوبه معنا نه بدلوي یا بله معنا نه ورکوي.

ښاغلي  شپون د خپل کنفرانس په پای کې وویل چې د ژبو یو پر بل اغېزې د مختلفو عواملو او دلایلو له مخې وي لکه: علمي قوت، اقتصادي قوت، دیني عوامل، استعمار، مهاجرت، تجارت او داسې نور عوامل . زما په نظر په پښتو ژبه باندې د عربې اغیزې د دیني عواملو له مخې  دي او همدارنګه د علمي قوت عامل يې هم د یادولو وړ دی، لکه زموږ د هېواد په اوسني طبابت کې ډېر طبي اصطلاحات د عربي ژبې کارول کیږي.

نو پورتنیو دلایلو ته په کتلو سره ویلای شو چې په پښتو ژبه کې د عربي د دخیلو کلمو له استعمال څخه ناچاري ده، ناسم تلفظ يې د کلمې اصلي معنا بدلوي، په کار ده چې د تلفظ او معنا تر منځ سمون ته پاملرنه وشي چې د دغه کار مسئولیت زیاتره ادیبانو او لیکوالانو ته متوجه دی. موږ ته لازم دي چې کم تر کمه د عربي ژبې له ابتدايي ګرامري قواعدو سره ځان آشنا کړو. 

د کنفرنس په پای کې د ګډونوالو له خوا  د موضوع په اړه ځينې پوښتنې مطرح شوې او د ښاغلي شپون له خوا ورته ځوابونه وویل شو او  د ژوري هیئت له خوا کنفرانس مثبت وارزول شو. 

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د طبیعت مجلې ۷۶ ګڼه چاپ شوه!

طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي–تخنیکي علومو د معاونیت یوازینۍ علمي–څېړنیزه مجله ده، چې د ۱۳۶۸ هـ.ش. کال راهیسې یې خپرونې پیل کړې دي. دغه مجله په منظم ډول هر درې میاشتې یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

په ښوونیز نظام کې د ارزونې اغېزې او ننګونې

«د علمي څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي، بشري علومو معاونیت اړوند د ارواپوهنې او تربیتي علومو انسټیټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی ثناءالله صالحي خپل علمي – څېړنیز کنفرانس « په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۱:۵۶
Background image

په هند کې د لودیانو د عروج او زوال عوامل

«علمي- څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د پښتو څېړنو نړیوال مرکز علمي غړي څېړنوال ډاکټر عبدالرحمان حبیب زوی د ۱۴۰۴ کال د دلوې په شپږمه نېټه (په هند کې د. . .

BACK TO NEWS