په لغمان ولایت کې د غنمو د ژمنیو، اختیاري او ځینو محلي ورایټي ګانو د ودې او حاصلاتو پرتلیزه څېړنه

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۲۳
څیړندوی محمد منیر نظری

د افغانستان د علومو د طبیعي تخنیکي معاونیت د برخې د کیمیا، بیولوژي او کرنې علومو د مرکز د کرنې د انسټيټوټ علمي غړي څېړندوی محمد منیر نظیري په 12.8.1404 نېټه د «په لغمان ولایت کې د غنمو د ژمنیو، اختیاري او ځینو محلي ورایټي ګانو د ودې او حاصلاتو پرتلیزه څېړنه» تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز سیمینار وړاندې کړ.

څېړونکې څرګنده کړه چې د کرنیزو محصولاتو د تولید یو له ډېرو مهمو اړخونو څخه یو هم باثباته، د ښه کیفیت درلودونکي او ډېر حاصل تولید دی چې د یو هېواد د وګړو د غذايي امنیت تضمین او د صادراتو پوتنشل لوړوي. څېړنه په 1403 هجري لمریز کال کې د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په کمال پور کلي کې د بزګر په کرونده کې ترسره شوې ده. په څېړنه کې د هغو ارقامو او ډاټا ګانو په اړه بحث وشو چې د غنمو د 9 اختیاري (Facultative)، یوې ژمنۍ او 2 محلي ورایټي ګانو د ودې او حاصلاتو د ځانګړتیاوو پرتلیزې څېړنې څخه د یوې ساحوي څېړنې د ترسره کولو په صورت کې ترلاسه شوي وو.

په څېړنه کې د غنمو بېلابېل کرکټرونه، لکه د جرمنېشن سلنه، په غلاف کې د وږي د ډډېدو (Heading) ورځې، 50 سلنه پورې د ګل نیونې ورځې، په بوټي کې د ټیلرونو شمېر، د بوټو قدونه، د وږو اوږدوالی، تر پخېدو پورې د ورځو شمېر، بیولوژیکي وزن، د وږي وزن، په وږي کې د دانې شمېر، د غنمو د زر دانو وزن، په متر مربع او هکتار کې د حاصل کچه او د هارویست انډکس سلنه مشاهده شوي وو.

د څېړنې پایلو وښودله چې د ورایټي ګانو ترمنځ لوړ حاصل ورکوونکې ورایټي ګانې نصرت 22، کنړ 20، پکتیا 20 او جوزجان 20  وې چې په ترتیب سره یې په هکتار کې (4.17، 4.01، 3.7، 3.33 ټنه) حاصل ورکړی و. تر ټولو لږ حاصل (2.45 ټنه پر هکتار) له  دایمه 17 ورایټۍ څخه ترلاسه شوی و.

د محاسباتو په پایله کې څرګنده شوه چې لوړ اقتصادي اهمیت لرونکې ورایټي ګانې عبارت دي له نصرت 22، کنړ 20، پکتیا 20، شرق 19 چې په ترتیب سره په هکتار کې ورڅخه (112690.3، 97007.78، 93817.43 او 84121.14 افغانۍ) بدون له لګښتونو خالصه ګټه ترلاسه شوې ده. تر ټولو ټيټ اقتصادي ارزښت لرونکې ورایټي دایمه 17 وه چې په هکتار کې یې خالصه ګټه 49475 افغانۍ وه. د څېړنې د پایلې پر بنسټ اړوندو ادارو ته معقول وړاندیزونه وشو.

په پای کې څېړونکې د ګډونوالو پوښتنو ته قناعت بخښونکي ځوابونه وویل شو او کنفرانس د ټاکلي کمېسیون له لوري مثبت و ارزول شو.  

  

 

Documents

د کنفرانس سلایډونه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۴۸
Background image

د سيمه ييز مطالعات ژورنال ۸۰يمه ګڼه چاپ شوه!

سيمه ييز مطالعات ژورنال د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز علمي– څېړنيز ژورنال دی چې په ۱۳۸۵ ل. کال کې يې خپرېدل پيل شول، په ياد ژورنال کې د سيمې د هېوادونو پر سياسي،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۸:۳۵
Background image

«د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې‌چارې»علمي ـ څېړنیز سیمینار د مقالو ټولګه چاپ شوه

«د ماشومانو ادبیات او د هغوی د روزنې لارې‌چارې» د هغه علمي- څېړنيز سيمينار د مقالو ټولګه ده چې د ۱۴۰۴ل کال د سلواغې پر ۲۱مه (د ۱۴۴۷هـ.‌ق کال د شعبان المعظم ۲۲مه) ترسره شوی و. په دې (۷+. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۱:۹
Background image

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزې مجلې نوي (۴۷) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونیت اړونده د لرغون پېژندنې څېړنیز مرکز علمي څېړنیزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یاد مرکز له لورې. . .

BACK TO NEWS