له غیر اسلامي هېوادونو سره د تجارتي اړیکو شرعي حدود، د علمي ـ څېړنیز کنفرانس د مقالو ټولګه چاپ شوه
د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د اسلامي بانکوالۍ او معاصرو مسائلو څېړنیز مرکز له خوا د جوړ شوي علمي ـ څېړنیز کنفرانس د مقالو ټولګه (له غیر اسلامي هېوادونو سره د تجارتي اړیکو شرعي حدود) تر سرلیک لاندې چاپ او خپره شوه. دغه کنفرانس د 1403 لمریز کال د حوت پر 8مه د علومو اکاډمۍ د علامه احمدعلي کهزاد د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوی و.
په دې ټولګه کې 22 علمي ـ څېړنیزې مقالې راغونډې شوې دي چې له بهرنیو هېوادونو، بانکونو، شرکتونو او سوداګرو سره صادرات، واردات، پانګونه، تړونونه او تجارتي اړیکې، د اسلامي تاریخ او شرعي حدودو په رڼا کې څېړي. د مقالو موضوعي لمن له غیر مسلمو سره په خیر القرون کې تجارتي اړیکې، له بهرنیو شرکتونو، بانکونو، سوداګرو سره تعامل، په نړیوالو تجارتي تړونونو کې ګډون، له غیر مسلمو سره صادرات او واردات او د تجارت اسلامي آداب او د هېواد پر پولي ثبات د بهرنیو تجارتي اړیکو اغېزو پورې غځېږي.
د دې اثر له علمي ځانګړنو څخه د مختلفو علمي – څېړنیزو منهجونو کارونه ده، په مقالو کې د صنعتي پراختیا او په داخل کې د خامو موادو د پروسس په موخه له داخلي منابعو څخه د ضرورت وړ انرژي تأمینول، د بهر مېشتو افغان پانګوالو په هېواد کې دننه پانګونې ته تشویقول، د بازار د منظمې څارنې لپاره ځانګړې څانګه تشکیلول، د بیت المال لپاره معاصر، مؤثر او پرمختللی نظام ایجادول، خصوصي سکتور ته وده ورکول، زراعت ته د ودې ورکولو په موخه د اوبو لګولو معاصر نظامونه ترویجول او داخلي تولیداتو ته وده ورکول وړاندیز شوي دي او د کنفرانس په پای کې تصویب شوي پرېکړه لیک کې هم اړوندو ادارو ته وړاندیزونه راغلي دي.
دغه اثر د علماءو، پوهانو، څېړونکو، د پوهنتونونو د استادانو او محصلانو، پالیسي جوړوونکو، ډیپلوماټانو او د اقتصاد، صنعت، زراعت، بهرنیو اړیکو او د مالي برخو د مسلکي او تخصصي کارکوونکو لپاره یوه ګټوره علمي مجموعه ده؛ همدارنګه د هېواد له واقعي اړتیاوو سره د تړلو نورو څېړنو لپاره موضوعات، معلومات او څېړنیز لیدلوري وړاندې کوي.
دا ټولګه د څېړندوی شاه محمد "موسی زي" په اهتمام، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا په ۱۴۰۵ لمریز کال کې چاپ شوې ده.
د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...
يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له کتابپلورنځي څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ. د اړيکې شمېره: ۰۷۷۷۳۷۰۹۶۰
د افغانستان د علومو اکاډمي واټس اپ چینل له لاندې لینک څخه تعقیبولئ شئ....
