قرآن کریم او د روژې مبارکه میاشت

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۰:۵۴
قرآن کریم او د روژې مبارکه میاشت

نن یکشنبه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د رمضان المبارک ۲۳مه د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونيت د تفسیر او حدیث مرکز په نوښت د قرآن عظیم الشان د نزول په مناسبت د « قرآن کریم او د روژې مبارکه میاشت» تر سرلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس د افغانستان د علومو اکاډمي د احمد علی کهزاد د سیمینارونو په تالار کې ترسره شو.

یاد کنفرانس د ښاغلي قاري مطیع الله ستاري لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت کولو سره پیل شو. ورپسې د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي فرید ا.دین محمود د قرآن کریم د تلاوت فضیلت، د روژې په اهمیت او ارزښت او په رمضان المبارک کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د معمول په اړه ارزښتناکې خبرې وکړي.

وروسته د طبیعي - تخنیکي علومو د برخې معاون شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب په رمضان المبارک کې د قرآن کریم د نزول، د انسانانو په روزنه کې د قرآن کریم رول او د لیلة القدر د اهمیت او فضیلت په اړه وینا وکړه.

ورپسې د اسلامي بانکوالۍ او معاصرو مسایلو مرکز رئیس مفتي عبد الحق حقاني د روژې او قرآن کریم ترمنځ اړیکې او په روژه کې د عبادت کولو په ارزښت هراړخیزې خبرې وکړې.

د دې غونډې په دویمه برخه کې علمي – څېړنیزې مقالې ولوستل شوې چې سرليکونه او ليکوال یې په لاندې ډول دي:

د قرآن کریم او د رمضان ترمنځ مناسبتونه / څېړندوی صالح محمد فرید

پیام های قرآن کریم برای روزه دار / سرمحقق محمد کبیر مشفق

نقش قرآن کریم در تربیت معنوی مسلمانان در رمضان / سرمحقق ویس الدین نوری

پر کورني ژوند د روژې برکتونه / څېړنوال عبد الرحمن حامد

د روحي او بدني ناروغیو په درملنه کې د روژې ونډه/ څېړنوال محمد نبي المیداني

نقش قرآن کریم و روزه در تقویت صبر و استقامت در زندگی / معاون سرمحقق اصحاب الدین رحمانی

د رمضان د میاشتې احکام د قرآن کریم له نظره / څېړندوی محمد ابراهیم حقاني

رمضان مبارک فرصت برای تغییر / معاون سرمحقق محمد نذیر محمدی

په فرد او ټولنه د مبارکي روژې اغېزې /څېړنپوه عبد الرحمن عادل

روژه او د قرآن کریم تلاوت / مفتي نظیف الله حنیف

نقش روزه در مداوای امراض روحی وبدنی / محقق محمد کریم ادیب

رمضان مبارک بدلون او غوره فرصت / څېړندوی سمیع الله صاحبزاده

رمضان و دستګیری بینوایان / معاون محقق کمال نوری

د قدر شپه او د هغې فضیلت د قرآن کریم له نظره / څېړنیار احسان الله حلیمي

له رمضان سره د مخکنیو صالحینو تعامل / څېړندوی عزیز الرحمن رحماني

په پای کې کنفرانس د څېړنپوه سید حبیب شاکر له خوا مثبت ارزیابی شو او د شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب په دعائیې سره غونډه پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۲۱
Background image

د پښتو څېړنو نړيوال مرکز علمي مجله((پښتو )) د چاپ په ګاڼه سمبال شوه

پښتو مجله د پښتو څېړنو نړيوال مرکز خپرنيز ارګان دی، په دغه مجله کې د پښتنو اتنيکي،ادبي، تاريخي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې د څېړونکو څېړنيزې مقالې د يونيسکو په ژبو باندې خپرېږي، دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۳۹
Background image

د څو قطبي کېدو پر لوري د نړیوال نظم تګ؛ پر جنوبي اسیا او افغانستان یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال ضیاءالحق ضیا د ۱۴۰۵لمریز کال د میزان میاشتې په ۲۹ نېټه د بشري علومو په معاونیت کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۱۹
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمۍ نه د ننګرهار پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو د ماسټرۍ برنامې محصلینو او استادانو لیدنه (علمي سیر)

د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/ میزان ۲۹مه نېټه، د ننګرهار پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو د ماسټرۍ برنامې محصلینو د خپلو درنو استاذانو پوهاند دکتور محمد ابراهیم همکار، پوهندوی شفیع الله حبیب،. . .

BACK TO NEWS