"د ګوَري ژبې الفباء" چاپ شوه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۰ - ۹:۲۶
د ګوَري ژبې الفباء

دا اثر د څېړندوی شریف الله سانېن په زیار په ۳۱ مخونو کې د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له لوري چاپ شو.

د دې اثر په پیل کې د افغانستان د علومو اکاډمي د رئیس یادښت او د ګوَري ژبې د الفباء جوړولو د کمېسیون نظر راغلی دی او ورپسې (د ګوَري ژبې د الفباء تشریح) تر سرلیک لاندې د دې ژبې د الفباء په لنډه توګه تشـریح شوې او پر ځينو تورو او ځانګړنو یې مختصر بحث او خبرې شوې دي او په پای کې یې د رسمي الفباء مکمل جدول راوړل شوی دی.

د دې علمي اثر د محتوياتو لومړني مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او ترلاسه کولی شئ:

https://asa.gov.af/.../%D8%AF%20%DA%AB%D9%80%D9%88%D9%8E...

یادونه: دغه کتاب د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست څخه په مناسبه بيه ترلاسه کولی شئ.

د اړيکې شمېره: 0202201279

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۵۷
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د سلواغې او کب مياشتې ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند هغه علمي خپرنيز ارګان دی چې له نن څخه اته اتيا کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی دی. دمګړۍ د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

BACK TO NEWS