د کاندید اکاډمېسن پوهاند دوکتور محمد رحیم الهام د اثارو څېړنه

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۰:۴۵
ښاغلي نوماند څېړندوی محب الله همتیار

"د علمي ـ څېړنیزې پروژې دفاع"

د افغانستان د علومو اکاډمۍ، د بشري علومو معاونیت اړوند د ژبو او ادبیاتو مرکز، د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټيټوټ علمي غړي ښاغلي نوماند څېړندوی محب الله همتیار د نوماندۍ دورې د رفع کولو له پاره له خپلې علمي ـ څېړنیزې پروژې "د کاندید اکاډمېسن پوهاند دوکتور محمد رحیم الهام د اثارو څېړنه" څخه د علومو اکاډمۍ د څېړونکو او استادانو په وړاندې دفاع وکړه.

دا علمي ـ څېړنیزه پروژه د سریزه، پینځو څپرکو، پایلې، وړاندیزونو او مأخذونو درلودونکې ده چې تفصیل یې په لاندې ډول دی:

په لومړي څپرکي کې د اړوندې موضوع پر شالید خبرې شوې دي.

په دویم څپرکي کې د پوهاند دوکتور محمد رحیم الهام په ژوند، زده کړو، دندو او اثارو خبرې شوي او د استاد الهام د ژوند هغه برخې په کې راوړل شوې دي چې تر اوسه پورې لا له سترګو پنا وې.

په درېیم څپرکي کې د پوهاند الهام په ژبنیو اثارو بحث شوی دی. په دې څپرکی کې د لیکوال پر ژبنیو نوښتونو، د دودیزې او نوې ژبپوهنې د بېلتون په کرښو او پر رامنځته شوو تېروتنوخبرې شوې دي. ان هغو برخو ته په کې هم اشارې شوې دي چې نن ورځ د نوښت په سترګه ورته کتل کیږي.

په څلورم څپرکي کې د دوکتور الهام په ادبپوهنیزو اثارو بحث شوی دی چې په کې د استاد الهام د ادبپوهنې پر مېتودونو، نوښتونو او د نن ورځې سره یې پر توپیر او ورته‌والي بحثونه شامل دي. همدا ډول د استاد د اثارو هغه برخې هم په کې څېړل شوې دي چې نن ورځ په ادبپوهنه کې کارنده رول لوبولی شي.

په پينځم څپرکي کې د دوکتور الهام د شاعرۍ پیل، پوخوالی، سبک او همدا ډول د هغه را ژباړل شوی شعرونه د بحث موضوع ګرځېدلي دي.

څېړونکي په پای کې د علمي ـ څېړنیزې پروژې پایله، وړاندیزونه او کارول شوي ماخذونه راوړي دي.

د دې علمي ـ څېړنیزې پروژې د دفاع په روستۍ برخه کې د څېړونکي له خوا د څېړونکو، استادانو او ګډونوالو پوښتنو ته قناعت بښونکي ځوابونه وویل شول او د دفاع د ارزونې کمېسیون له لوري د رایو په اکثریت سره مثبته و ارزول شوه او څېړونکی محب الله همتیار له نوماند څېړندوی رتبې څخه د څېړندوی علمي رتبې ته د ترفیع وړ وبلل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۲۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۰
Background image

د ریاست الوزراء د عالي مقام د حکم پر اساس په علومو اکاډمي کې نوی ټاکنې وشولې

د افغانستان د علومو اکاډمي د مشرتابه د وړاندیز او د ریاست الوزراء د عالي مقام د حکم پر اساس څېړنپوه دکتور احمد شاه عمر وردګ د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي - تخنیکي علومو معاونیت د. . .

BACK TO NEWS