د کابل مجلې نوې د۱۴۰۳ کال لومړی ګڼه چاپ شوه

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۴۵
د کابل مجلې نوې د۱۴۰۳ کال لومړی ګڼه چاپ شوه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ په خپرونو کې «کابل مجله» تر ټولو لرغونې مجله ده چې تازه يې د ۱۴۰۳ لمریز کال لومړۍ ګڼه چاپ شوې ده. کابل مجله چې پښتو ادبیاتو ته ځانګړې شوې ده، د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز، علمي ـ څېړنیزه چاپي خپرونه ده چې د ژبپوهنیزو، ادبي او فولکلوري موضوعاتو په اړه د هېواد د څېړونکو، پوهانو او فرهنګپالو علمي ـ څېړنیزې مقالې او لیکنې خپروي.

په دې ګڼه کې چې تازه چاپ شوې ده، دا لاندې علمي ـ څېړنیزې مقالې چاپ شوې دي:

۱. د کیسه ییزو ادبیاتو روانپوهنیزه څېړنه

څېړنپوه دوکتور سید نظیم سیدي

۲. د محمد ایاز ملنګيار تصوف او ملکوتي زمزمې

پوهنمل عبيدالله اغېز

۳. د پشه‌‌يي ژبې د الفبا‌ء بهير ته لنډه تحليلي کتنه

څېړندوی فريدالله فرحان

۴. په پښتو ولسي نکلونو کې د ساینس‌فیشکن څېړنه

څېړندوی احسان الحق کبیر

۵. د باراني په شعر کې هنري رنګونه

څېړنوال دوکتور محمد داود عربزی

۶. پښتو ژبې او ادب ته د جرس مجلې بخښنې

څېړنوال رحیم الله حریفال

۷.د اووم ټولګي په پښتو مضمون کې ښوونیزو ادبیاتو ته کتنه

څېړندوی خالد تکل

۸. د ګل محمد مالګیري دیوان شننه او انتقادي څېړنه

څېړندوی محمد اسحاق مومند

۹. د پوهنتون چاپېریال کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو ...

پوهنمل ګل رحمن رحماني

۱۰. حميد بابا؛ د فردي اصلاح او اخلاقي درسونو لارښود

څېړندوی فضل الرحمن عليزی

۱۱. د ماشومانو د فولکلوري ادبیاتو د پنځېدلو موخې

څېړندوی مطیع الله ساحل

یاده مجله په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلې او ډاونلوډ کولاې شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2025-03/kabul%20quarterly%20journal%20no.%201%20Year%201403.pdf

تاسې کولای شئ چې دغه ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د زېږندې - اوړونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

شمارۀ 166 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به چاپ رسید

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

BACK TO NEWS