د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار ځينو سيمو د څښاک اوبو د کیفیت تحلیل او ارزونه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۰:۱۹
د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار ځينو سيمو د څښاک اوبو د کیفیت تحلیل او ارزونه

«علمي – څېړنیز کنفرانس»

د افغانستان علومو اکاډمي د طبیعی – تخنیکي علومو معاونیت اړوند د کيميا، بيولوژي او کرنې علومو مرکز علمي غړي، ښاغلي څېړندوی عمران لايق د ( د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار ځينو سيمو د څښاک اوبو د کیفیت تحلیل او ارزونه) تر سلیک لاندې علمي – څېړنیز کنفرانس د کيميا، بيولوژي او کرنې علومو مرکز کې د څېړونکو او استادانو په حضور کې وړاندې کړ.

د کنفرانس موخې د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار د ټاکل شويو څاه ګانو د اوبو فزیکي، کیمیاوي او مایکروبیولوژيکي پارامترونو تحلیل، د WHO ، ASQA  او EPA معیارونو سره يې پرتله، د مجاز حد څخه د پورته یا ټيټ پارامترونو پېژندنه او د حل لارو وړاندیز وې.

په دې څېړنه کې د ښرنې ښار هغه شپږ څاه ګاني د نمونې اخیستلو لپاره ټاکل شوې وې چې ګڼ نفوس یې د څښاک لپاره کاروي او له یو بل څخه په کافي اندازه فاصله لري. په دې څېړنه کې نمونه اخيستنه (Sampling) د EPA نمونې اخیستنې لارښود سره سم ترسره شوې او د نمونو 19 ډوله فزيکي، کيمياوي او مایکروبیولوژيکي پارامترونه د علومو اکاډمي په لابراتوار کې تحلیل او ازمایښت شوي دي.

په څېړنه کې د نمونو د تحلیل لپاره APHA, ASTM او  ISO ازمایښت میتودونه ټاکل شوي و او د مجاز حدونو لپاره WHO, ASQA او EPA ټاکل شوي و. د نمونو د ازمایښت لپاره د UV-Vis Spectrophotometer  په ګډون د تحلیل پرمختللي او عیار شوي تجهیزات کارول شوي و.

د څېړنې موندنو برخه کې د ټاکل شويو څاه ګانو نمونو تحلیل شوي پارامترونه له مجاز حدونو سره پرتله شوي او د مناقشې په برخه کې ټول تحلیل شوي پارمترونه اروزل شوي او له مجاز څخه د لوړو یا ټيټو پارامترونو د اصلاح لپاره حللارې وړاندې شوې دي.

د ټاکل شويو څاه ګانو د اوبو د کیفیت په اړه د څېړنې د موندنو په اساس مشخصې پايلې او وړانديزونه وړاندې کړل شوي دي.

د کنفرانس په وروستۍ برخه کې د علومو اکاډمي علمي غړو ، استادانو او متخصصينو  د موضوع اړوند خپل نظریات او سوالونه مطرح کړل چې د ښاغلي څېړندوی عمران لايق لخوا ورته د قناعت وړ ځوابونه وړاندې شول. په پای کې دغه علمي-څېړنيز کنفرانس د ارزونې د کميسيون له لوري د رايو په اتفاق سره مثبت و ارزول شو او څېړونکي ته يې د لا نورو علمي برياوو او خدمتونو هيله وکړه.

Documents

د کنفرانس سلایډونه

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د طبیعت مجلې ۷۶ ګڼه چاپ شوه!

طبیعت مجله د افغانستان د علومو اکاډمۍ د طبیعي–تخنیکي علومو د معاونیت یوازینۍ علمي–څېړنیزه مجله ده، چې د ۱۳۶۸ هـ.ش. کال راهیسې یې خپرونې پیل کړې دي. دغه مجله په منظم ډول هر درې میاشتې یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

په ښوونیز نظام کې د ارزونې اغېزې او ننګونې

«د علمي څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي، بشري علومو معاونیت اړوند د ارواپوهنې او تربیتي علومو انسټیټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی ثناءالله صالحي خپل علمي – څېړنیز کنفرانس « په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۱:۵۶
Background image

په هند کې د لودیانو د عروج او زوال عوامل

«علمي- څېړنیز کنفرانس» د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د پښتو څېړنو نړیوال مرکز علمي غړي څېړنوال ډاکټر عبدالرحمان حبیب زوی د ۱۴۰۴ کال د دلوې په شپږمه نېټه (په هند کې د. . .

BACK TO NEWS