د پښتو ژبې په څېړنو کې د گیورگ مارگنسټیرنې هڅې او ونډه

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۰:۵۹
ښاغلي نوماند څېړندوی سید محمود واکمن

د پښتو څېړنو بين المللي مرکز علمي غړي ښاغلي نوماند څېړندوی سید محمود واکمن «د پښتو ژبې په څېړنو کې د گیورگ مارگنسټیرنې هڅې او ونډه» تر سرليک لاندې علمي – څېړنيزه پروژه وړاندې کړه.
په پيل کې د علمي ـ څېړنیزې پروژې د موضوع پر موخو، ارزښت او اړتيا، د څېړنې پر ډول او مېتود باندې هراړخيزې خبرې وکړې او ورپسې يې د موضوع په تړاو د شوو څېړنو یعنې د موضوع پر شالید، ختیځپوه، ختیځپوهنې، ختیځ ته د لوېدیځ پوهانو د راتگ عوامل او پښتو ژبې او ادب ته د دوی پر پاملرنې سربېره د گیورگ مارگنسټیرنې پر ژوند، آثارو او علمي سفرونو لنډه رڼا واچوله.
څېړونکي د خپل څېړنیز پلان او پروپوزل له مخې د مارگنسټیرنې په باب د بهرنیو او کورنیو پوهانو د نظرونو تر څنگ د ده له خوا پر پښتو ژبې د ترسره کړو ژبنیو او ادبي څېړنو جاج وړاندې کړ او هم یې د دغه ختیځپوه یو شمېر لیکونه، پېغامونه او ویناوې د خپلې څېړنې د یوې برخې په ډول له گډونوالو سره شریک او د نوموړي دا ټولې علمي او ژبنۍ هڅې یې له څېړلو سره وارزولې. 
همدا راز په پايلې کې دا وښوول شول چې پروفیسور مارگنسټیرنې د پښتو ژبې په څېړنو کې هغه اوڅار ختیځپوه دی چې شاوخوا نیمه پېړۍ یې پر پښتو ژبې سربېره پر پښتني قبیلو، گړدودونو او زړو مدنیتونو د علمي معیارونو پر بنسټ څېړنې کړې دي او هم یې پښتو ژبه له نورو لرغونو آریايي ژبو سره د پرتلنې له مخې د اندوآریايي ژبې کورنۍ د آریایي څانگې شمال ختیزه ژبه ثابته کړه. 
د علمي – څېړنيزې پروژې د دفاع په پای کې د برخوالو له لوري پوښتنې وړاندې شوې چې د څېړونکي له لوري ورته هراړخيز او مقنع ځوابونه ورکړل شول او د ارزوونکي کمېسيون له لوري یې دفاع مثبته وارزول شوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د زېږندې - اوړونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

شمارۀ 166 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به چاپ رسید

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد.

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

BACK TO NEWS