د پښتو ادبیاتو په دویمه ادبي دوره کې د ځینو شاعرانو په شعرونو کې د تاریخي مادو څېړنه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۹:۳۳
څېړندوی احسان الحق کبیر

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړندوی احسان الحق کبیر «د پښتو ادبیاتو په دویمه ادبي دوره کې د ځینو شاعرانو په شعرونو کې د تاریخي مادو څېړنه» تر سرليک لاندې علمي – څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ.

څېړونکي د دې علمي ـ څېړنيز کنفرانس په پیل کې د تاریخي مادې پر پېژندنه،(۱) ډولونو، د تاریخي مادو اړوند د ځینو مهمو اصطلاحاتو په اړه خبرې وکړې او ورپسې یې د تاریخي مادو د ارائیې پر څرنګوالي بحث وکړ او هغه لارې چارې یې وښودې چې د هغو په مرسته په پښتو ادبیاتو کې تاریخي مادې بیان شوې دي.

د پښتو ادبیاتو دویمه ادبي دوره چې د روښاني غورځنګ له ادبي فعالیت سره پیلېږي، د پښتو ژبې له لرغونې دورې سره د اثارو د څومره‌والي او څرنګوالي له اړخه جوت توپیرونه لري. د نورو موضوعاتو ترڅنګ په دویمه ادبي دوره کې د بېلابېلو شاعرانو په شعرونو کې تاریخي مادې لیدلی شو؛ لکه د ملا ارزاني خویشکي، میرزاخان انصاري، دولت لواڼي، خوشحال خان خټک، اشرف خان هجري، عبدالقادرخان خټک، عبدالحمید مومند، کاظم خان شیدا.... دوی ټولو په خپلو شعرونو کې بېلابېلې نېټې ښودلې دي.

په شرقي ادبیاتو کې دود د تاریخي مادو زیاتره ډولونه د دویمې ادبي دورې په شاعرۍ کې کتلی شو. په موضوعي لحاظ د پیدایښت او مړینې نېټې، د خپل عصر مهمې پېښې، د ځینو کتابونو د تألیف، تصنیف او ژباړې نېټې رانغاړي.

په پښتو ژبه کې د بېلابېلو لیکدودونو موجودیت او د لیکدودونو تاریخي تحول د نورو موضوعاتو ترڅنګ په تاریخي مادو کې هم ځینې ستونزې جوړې کړې دي. په تعمیه تاریخي مادو کې- چې د تاریخي مادو یو مهم ډول دی- په دغه ډول تاریخي مادو کې نېټې د جمل حساب په وسیله ښودل کېږي، خو د دغه حساب تنګ او لنډ چوکاټ په پښتو کې د تاریخي مادو اړوند ځینې ستونزې رامنځته کړې دي، د پښتو د ځینو ځانګړو تورو پر سر هم ځینې څېړونکي یوه خوله نه دي. دا چاره هم د تاریخي مادو پر دقیقو نېټو اثر پرېباسلی شي. د دې تر څنګ د پښتو ځینو کاتبانو او د کلاسیکې دورې د بېلابېلو دیوانونو متنڅېړونکو او مصححینو هم ځینې داسې ښوېیدنې کړي چې د ځینو تاریخي مادو نېټې دقیقې نه شو بللای.

څېړونکي د دغو او دې ته ورته موضوعاتو په اړه بحثونه وکړل او د کنفرانس په پای کې د څېړونکو او استادانو پوښتنو ته ځوابونه وویل شو او د علمي کميسيون له خوا وړاندې شوی کنفرانس مثبت و ارزول شو.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(۱). تاریخي ماده په شعر کې د تورو یا ابجد (جُمَّل حساب) په وسیله د یوې پېښې نېټې بیانولو ته وايي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۲:۱۶
Background image

د آریانا مجلې د ۱۴۰۴ کال ۲ ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۴:۲۹
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د لیندۍ میاشتې پر ۱۸ مه نېټه ترسره کړه.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۴۶
Background image

د تفکر جریدې د ۱۴۰۴ لمریز کال څلور ګڼې چاپ او خپرې شوې!

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د ورونو قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ د علمي- څېړنیز، ادبي، فولکلوري او فرهنګي خپرنیز ارګان په توګه د تفکر جریده چاپ او خپروي.

BACK TO NEWS