"د پارتیانو تاریخ" اثر چاپ شو

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۰ - ۱۰:۲۹
د پارتیانو تاریخ

د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د تېر په څېر د علمي، ادبي او تاریخي کتابونو په لړ کې (د پارتیانو تاریخ) په نوم د څېړنپوه دکتور محمد شریف ځدراڼ علمي او څېړنیز اثر چاپ کړ.

په دې علمي او څېړنیز اثر کې د پارتیانو اصل او نسب، د پارتیانو حکومتولي، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي وضعیت، بهرنۍ اړیکې او د پارتیانو (اشکانیانو) د امپراتورۍ د ماتې لاملونه د کره علمي او تاریخي منابعو پر بنسټ څېړل شوي دي.

د دغه اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ:

https://asa.gov.af/.../2023-11/History%20of%20Parthian.pdf

يادونه: دغه کتاب د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رياست څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۲۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۰
Background image

د ریاست الوزراء د عالي مقام د حکم پر اساس په علومو اکاډمي کې نوی ټاکنې وشولې

د افغانستان د علومو اکاډمي د مشرتابه د وړاندیز او د ریاست الوزراء د عالي مقام د حکم پر اساس څېړنپوه دکتور احمد شاه عمر وردګ د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي - تخنیکي علومو معاونیت د. . .

BACK TO NEWS