د ملي راډیو تلویزیون له کتابتون سره د علمي آثارو مرسته

د ملی راډیو تلویزیون د غوښتنې په اساس د افغانستان د علومو اکاډمي ۸۱ ټوکه علمي – څېړنیز کتابونه او ۲۱ ګڼې مجلې ددې کتابتون سره د مطالعې فرهنګ د دودولو او د ځوانانو د علمي کچې لوړولو لپاره مرسته وکړه.