د محمد زرین انځور «د شاړې کوڅې» د اثر منظر کښنه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۷ - ۱۵:۲۵
ښاغلي څېړندوی حضرت آغا همدرد

«علمي ـ څېړنیز کنفرانس»

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټوت د ادبیاتو او متنپوهنې ډیپارټمنټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی حضرت آغا همدرد نن چهارشنبه د ۲۷/۱۰/۱۴۰۲ل نېټه د (د محمد زرین انځور «د شاړې کوڅې» د اثر منظر کښنه) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ. د کنفرانس په پيل کې د اثر د لیکوال او د اثر لنډه پېژندنه وشوه؛ بیا د منظر کښنې پېژندنه، ډولونه او ځانګړنې وړاندې شوې او په پای کې د «شاړې کوڅې» لنډو کیسو په ټولګه کې، منظرکښنې د بېلګو سره وړاندې شوې. څېړونکي د خپلو خبرو په پای کې د محمد زرین انځور «د شاړو کوڅې» د اثر منظرکښنه د لنډې کیسو د منظرکښنو د اصولو او معیارونو مطابق یادې کړې.

د کنفرانس په پای د علومو اکاډمۍ د پښتو ژبې او ادبياتو انسټیټوټ علمي غړو خپلې پوښتنې د کنفرانس د موضوع په تړاو مطرح کړې چې د څېړونکي له خوا ټولو ته مثبت ځوابونه وویل شول؛ د کنفرانس د ارزونې کمېټې له خوا کنفرانس مثبت وارزول شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۴۷
Background image

د کابل مجلې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍګڼه چاپ شوه

کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت پښتو ادبیاتو ته ځانګړې شوې مجله ده چې تازه یې د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍ ګڼه چاپ شوه. کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۳۸
Background image

د زېږندې - اوړونې ژبپوهنې د بنسټیزو مفهومونو شننه

د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د زېږندې - اوړونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۴۴
Background image

شمارۀ 166 مجلۀ علمی_تحقیقی خراسان به چاپ رسید

خراسان مجلۀ مطالعات زبان و ادبیات دری است که در آن مقاله­های علمی_تحقیقی در بخش­های تاریخ ادبیات، زبان­شناسی، فولکلورشناسی، نظریه و نقد ادبی و سایر گونه­های ادبیات­شناسی به نشر می­رسد.

BACK TO NEWS