د ماشوم په ښوونه او روزنه کې د شفاهي ادب ونډه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۰:۳۷
څېړندوی یاسر پاچا

"علمي- څېړنیز کنفرانس"

د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی یاسر پاچا د «د ماشوم په ښوونه او روزنه کې د شفاهي ادب ونډه» په نوم علمي- څېړنیز کنفرانس د ۱۴۰۳هـ.ش کال د کب په ۷ مه وړاندې کړ.

دوی وویل: د دې موضوع مهم‌والی د ماشوم له مهم‌والي سره تړلی دی. که چېرته ماشوم مهم نه وای او د هغه پالنه، ښوونه او روزنه مهمه نه وای، نو ډېر کله به مو خپله راتلونکې ور پورې نه تړله، ځکه خو ویلای شو چې موږ ته د ماشوم سالمه ښوونه او روزنه ارزښت لري او غواړو چې ماشومان مو په سم ډول وروزل شي. د ماشوم په ښوونه او روزنه کې ډېر عوامل رول لري چې د هغو له جملې څخه یو هم شفاهی ادبیات دي. په شفاهي ادبیاتو کې د ښوونې او روزنې موضوع حیاتي ارزښت لري چې د دغه ډول ادبیاتو پنځول یو مهم ټولنیز ضرورت دی، ځکه د نن ورځې ماشومان د سبا ورځې ځوانان او رهبران دي.

په پښتو شفاهي ادبیاتو کې د ماشومانو لپاره ډېر څه شته چې دوی ته یو څه ور زده کوي، په دوی کې هنري ذوق او عاطفه روزي او ټولنیزو فعالیتونو ته یې هڅوي. د پښتو ادبیاتو په شفاهي برخه کې د ماشومانو لپاره یو لړ شعرونه، منظومې ټوټې، کیسې، اړونه، متلونه او نور شته دي چې یا خپله د دوی له خوا ویل کېږي او جوړېږي یا د لویانو له خوا د دوی د سویې، طرز تفکر او غوښتنو په نظر کې نیولو سره ورته پنځول کېږي، لکه د میندو له لوري جوړ شوي لنډ نظمونه چې د پښتنو په بېلابېلو سیمو کې د ماشومانو لپاره د خپلو میندو له خوا ویل شوې دي.

په ټوله کې د مور له خوا خپل ماشوم ته د دغه ډول لنډو نظمونو جوړښت، د ماشوم په روح او روان مثبت اغېز پرېباسي او معمولاً ماشوم له خپلې مورنۍ ژبې سره اشنا کوي، ماشوم له بېلابېلو حرکاتو سره اشنا کوي او د ماشوم په ابتدایي ښوونه او روزنه کې مؤثر رول لري.

په پای کې استادانو او ګډونوالو پوښتنو ته قناعت بښونکي ځوابونه وویل شول چې وروسته د ارزیابۍ د کمیسیون له خوا یاد کنفرانس مثبت و ارزول شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۵۷
Background image

د زېري جريدې د ۱۴۰۴ل کال د سلواغې او کب مياشتې ګڼې چاپ شوې

د زېري جريده د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ادبياتو انسټيټيوټ اړوند هغه علمي خپرنيز ارګان دی چې له نن څخه اته اتيا کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل) کال کې تأسيس شوی دی. دمګړۍ د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

په ټولنه کې د حنفي فقه مقام او ارزښت

نن یکشنبه/ یوه نۍ د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک په ۲۶مه نېټه چې د ۱۴۰۴ ل کال د کب/ حوت میاشتې له ۲۴مې نېټې سره سمون خوري د علومو اکاډمي د سیمینارونو او کنفرانسونو په عمومي تالار کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د آریانا مجلې نوې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

BACK TO NEWS