د فیروز کوه انسټیټوټ د افغانستان د هنري کلتور د پېژندنې په موخه د علومو اکاډمۍ د اتنوګرافي په څېړنیز موزیم کې ۷۰ آثار نندارې ته وړاندې کړل

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۰ - ۱۱:۲۶
د فیروز کوه انسټیټوټ د افغانستان د هنري کلتور د پېژندنې په موخه د علومو اکاډمۍ د اتنوګرافي په څېړنیز موزیم کې ۷۰ آثار نندارې ته وړاندې کړل

غونډه د علومو اکاډمۍ د حقوقي سلاکار مولوي رحمت الله مخلص له خوا د قران عظيم الشان د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل شوه او ورپسې د بشري علومو د څانګې مرستيال څېړنپوه دکتور محمد عالم اسحاقزي پرانستې وینا وکړه، ښاغلي اسحاقزي د فیروز کوه انسټیټوټ له مسؤلینو څخه د دغه ډؤل نندارتون د جوړولو لامله مننه وکړه او و یې ویل: دغه نندارتون به د دواړو کلتوري بنسټونو په همغږۍ هیوادوالو ته د هیواد لرغونی ملي کلتور ور وپېژني.

ورپسې د کوشانیانو د نړیوال څېړنيز مرکز مشر څېړنپوه کتاب خان فيضي وينا وکړه او له هغه وروسته د فیروز کوه فرهنګي انسټیټوټ بنسټګر محمد شکېب سخي زاده د خپل انسټیټوټ د فعالیتونو په اړه وینا وکړه.

وروسته د فيروز کوه انسټيټوټ رئیس احمد جاويد پایا د دغه انسټیټوټ د فعاليتونو په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې د څه باندې اوه سوه زره (۷۰۰) افغانيو په ارزښت (٧٠) هنري آثار چې د هېواد د لاسي صنايعو توليدات دي، په اتنوګرافي څېړنیز موزیم کې نندارې ته وړاندې شوي دي. هغه زیاته کړه: هغه کسان چې له دې موزیم څخه لیدنه کوي او یا د افغانستان د صنعت او کلتوري عنعناتو په اړه څیړنه کوي د افغانستان د لرغوني کلتور د معرفي کولو لپاره ښه فرصت دی.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو مرستیال شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب د اتنوګرافي موزیم په اړه هر اړخیزه وینا وکړه او په پای کې یې د فیروز کوه انسټيټوټ مشر احمد جاوید پایا ته ستاینلیک هم ورکړ شو. غونډه د ارشاد او دعوت ریاست سرپرست مولوي عبدالکبیر احمدي په دعائیې سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۱۲
Background image

مشواڼي په سوېلي پښتونخوا کې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو بین المللي مرکز علمي غړي او د پښتنو تاریخ او فرهنګ انسټیټوټ آمر څېړندوی حمایت الله ښاد د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د سیمینارونو په تالار کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۶
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۵ ل کال د غبرګولی میاشتې پر ۲۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۲۰
Background image

د ریاست الوزراء د عالي مقام د حکم پر اساس په علومو اکاډمي کې نوی ټاکنې وشولې

د افغانستان د علومو اکاډمي د مشرتابه د وړاندیز او د ریاست الوزراء د عالي مقام د حکم پر اساس څېړنپوه دکتور احمد شاه عمر وردګ د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي - تخنیکي علومو معاونیت د. . .

BACK TO NEWS