د علمي لیکنو او مقالو لپاره بلنلیک!

Ezatullah_admin
د علمي لیکنو او مقالو لپاره بلنلیک

د ټولو قدر وړ متخصصینو، کارپوهانو، استاداتو او محققینو د پام وړ؛

د افغانستان اسلامي جمهوريت په پام کې لري چې د کمال خان بند پرانیستې مراسم د اوبو سرچینو د ښه مدیریت (اوبه زموږ آبرو دی او ساتنه یې زموږ ملي وجیبه ده) تر عنوان لاندې، په شاندارو مراسمو سره ونمانځي.

د همدي موخې لپاره د چارو ادارې له لوري د ترتیب شوي عمل پلان له مخې، د لمانځنې چارې په دریو محورونو: علمي او تحقیقاتي، فرهنګي او رسنیزې، را څرخي او د کمال خان بند پرانیستې یوه میاشت دمخه به دا مراسم د حوت لومړۍ نېټې څخه پیلیږي.

په علمي او تحقیقاتي برخه کې د کمال خان بند د پرانیستې د مراسمو په خاطر د اوبو چارو تنظیم ملي اداره، د لوړو زده کړو وزارت او د علومو اکاډمي چې د هېواد اوبو سکتور په علمي برخه کې اساسي رکنونه دي، د کمال خان بند اقتصادي، اجتماعي، فرهنګي، چاپیریالي او ... اغیزو په اړه د علمي لیکنو او مقالاتو راټولول او د یو کتاب په بڼه یې نشرول په غاړه لري.

له همدې کبله د ټولو متخصصینو، محققینو، کارپوهانو، استادانو، د دولتي او غیر دولتي اړوند اداراتو په شمول، اکادمیک نهادونو، پوهنتونونو، په بهر کې مېشت افغان محصلینو څخه په خورا درنښت هېله کیږي، چي په سیمه کې د کمال خان بند اقتصادي، اجتماعي، چاپیریالي، زراعتي، ایکوسیستم او بیلا بیلو برخو کې اغیز تر عنوان لاندې پخوانۍ لیکل شوې مقالې او یا هم اوس تر لاس لاندې د روان کال حوت میاشتې تر ۲۰ نېټې پورې د لاندې برېښنالیکونو پر مټ موږ ته وسپاري.

(Research.kamalkhan@gmail.com)

(nwara.waterresearch@nwara.gov.af)

ستاسو مقالې به د ارزونې وروسته د کتاب په بڼه چاپ شي.

د یادونې وړ ده چې ښو مقاله لیکونکي به د اوبو چارو تنظیم ملي ادارې له لوري تقدیر شي.

یادښت: د علمي لیکنو او مقالو په راټولولو او د کتاب په بڼه چاپولو کې له دي ادارې سره د لوړو زده کړو وزارت د اوبو منابعو او چاپیریال ساتنې ملي تحقیقاتي مرکز او د افغانستان د علومو اکاډمي هم همکاره دی.

مقاله باید لاندې فارمټ ولري:

۱- عنوان

۲- خلاصه یا چکیده

۳- کلیدي کلیمات

۴- د موضوع معرفي

۵- د موضوع اهمیت او تفصیل

۶- نتیجه ګیري

۷- وړاندیزونه

۸- سرچينې او ماخذونه

مقاله باید د لاندې ځانګړنو درلودونکې وي.

۱. مقاله باید د ۳ او ۷ مخونو ترمنځ وي؛

۲. د متن سایز ۱۲ وي؛

۳. د دري متن فونټ B Nazanin او د پښتو متن Bahij Zar په نظر کې ونیول شي؛

۴. د عنوانونو سایز ۱۴ او د بولډ په شکل واوسي؛

۵. ارجاعات او ریفرنسونه باید په علمي ډول تحریر شي؛

۶. مقاله باید د مقدمې، محتوا او پایله ولري؛

۷. مقاله باید د هېواد په رسمي ژبو پښتو او دري ولیکل شي.

یادونه: د اړتیا پر مهال کولی شۍ په لاندې شميرو اړیکه ونیسئ.

+93774405995

+93744830220

د کمال خان بند د پرانستې د مراسمو ګډ کمیسیون د عملي تحقیقاتو کمېټه

د لوړو زده کړو وزارت

د اوبو چارو تنظیم ملي اداره

د افغانستان د علومو اکاډمي

اعلانونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د مسلکي زده کړو نه لرونکو تخنیکي وړتیا لرونکو سره د مرستې فرصت

د افغانستان علومو اکاډمي د نوښتګرو د ملاتړ او تشویق په موخه اعلان کوي چې له هغو کسانو سره علمي او تخنیکي همکاري ته چمتو ده چې د پام‌وړ کشفیاتو، اختراعاتو او ابتکاراتو درلودونکي وي. دا . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۴:۰
Background image

" په هېواد کې د غذایي امنیت په موخه د کرنیزو او مالدارۍ نویو ټکنالوژیو ارزونه " د سیمینار لپاره د علمي - څېړنیزو مقالو غوښته!

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي - تخنیکي علومو معاونیت، د کیمیا ، بیولوژي او کرنې علومو مرکز په پام کې لري چې په روان کال کې(په هېواد کې د غذایي امنیت په موخه د کرنیزو او مالدارۍ . . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۵:۲
Background image

"د هېواد په صنعتي پراختیا کې د نوې ټکنالوژۍ د رول څېړنه" د سیمینار لپاره د علمي - څېړنیزو مقالو غوښته!

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي - تخنیکي علومو معاونیت، د ریاضي، فزیک او تخنیک مرکز په پام کې لري چې په روان کال کې(د هېواد په صنعتي پراختیا کې د نوې ټکنالوژۍ د رول څېړنه) تر سرلیک . . .

Back to announcements